سرليکنه\ اداره –
د یوه پوه خبره ده چې د یوه کوشني تر زېږېدو شل کاله مخکې باید د هغه د روزنې لپاره تدابیر ونیول شي؛ دا مقوله ظاهراً یوه مبالغه ایسي خو دغه مسله همدومره حساسه او مهمه ده.
کورنی چاپېرچل د وړو د پرورښت اولین ښوونځی دی، هغه مور و پلار چې اولاد زېږوي باید دواړه د ماهرو ښوونکو په څېر د کوشني روزنې لپاره پوره پوهه او چمتووالی ولري، له بده مرغه په افغاني ټولنه کې هغه یوازنی شی چې نه یي غواړو، نه په پوهېږو او نه راته مهم دی آن د نورو له خوا دغسې امادګي راته د خندا وړ ښکاري هغه همدغه ماشوم روزنې ته جدي او حیاتي توجه ده.
د ماشوم روزنې لپاره بل چاپېریال کوڅه و محل دی چې باید سالم، قانونمند او اخلاقي وي چې له کورنۍ سره د کوشني د تربیې په بشپرتابه کې مرسته وکړای شي، متاسفانه زموږ ټولنیز اټموسفېر لکه په فزیکي لحاظ چې څومره چټل دی په هماغه تناسب له اخلاقي و ذهني اړخه هم تر هغه بتر ککړ دی چې د څومره اصولي کورنۍ غړی هم ګام پکښې کښېږدي په ذهني و رواني فساد اخته کېږي.
د کوشني لپاره درېیم محیط د ښوونې و روزنې دی او دا ډېره بدیهي خبره ده چې دغه ماحول باید په علمي نورمو سمبال وي، اداري نظم و ډسپلین پکښې حاکم وي، مدیریتي اساسات یې قوي و بشپړ وي، ښوونکي یې په علمي و اخلاقي ښکلاګانو پسوللي وي، تعلیمي نصاب یې پر داسې ماډرنو او علمي بنسټو جوړښت موندلی وي چې په اتومات توګه د شاګرد پر پوهنېز- انساني تکامل معجزې غوندې تاثېرات ولري، مګر بدبختانه دغه اصولي پدېدې او پرنسیپونه زموږ په ښوونېز نظام کې په ندرت سره لیدل کېږي او دا ناخوالې د لوړو زدکړو په سطحه کې نورې هم د فاجعې حد ته پورته کېږي ځکه ثابته شوې ده، ګزارشونه لیکل شوي او څېړنې شوي چې اکثر افغاني محصلان د رخصتیو په شپو- ورځو کې د جهاد په نوم په کلیو، ولسوالیو او لویو لارو کې تخریبي، وحشي او د انسانانو د وژنې تر حده ناانساني فعالیتونه کوي، د پخو سړکو، پلونو او پلچکو ویجاړي ثواب بولي او د وطن د تباهۍ ملاتړلي رضاکاره مجاهدین وي.
زموږ افغان کوشنی چې خپل ماشومتوب په دغسې یو معیوب کورني، ټولنیز او تعلیمي ماحول کې تېروي او چې د ځوانۍ مرحلې ته رسېږي، نو حتمي ده چې یو شمېر کورني، ټولنیز و ادارې مسؤلیتونه به اخلي، طبیعتاً چې دا به په علمي، فرهنګي او اخلاقي لحاظ یو نارمل او پوره انسان نه وي او هیڅ مسؤلیت به هم په سمه توګه نه شي ادا کولای.
دا خو مو د لوستو د حال بیان وو، توبه د هغه چا له حاله چې په پردیو مدرسو کې روزل شوي او یا ګرسره د لیک- لوست له نعمته یو مخ بې برخې وي. افسوس چې اکثریت ولس مو په همدغسې جهالت لتاړ دی.
موږ ته د دغسې یوه بې بنیاده ټولنیز ژوندانه ناانساني میراث زمانه پر زمانه له نیکو څخه راپاته دی او موږ یې هم په پوره بې غوري سره راتلونکو نسلو ته سپارو؛ دا حالت د یویشتمې پېړۍ په شرایطو کې په هېڅ توګه د منلو نه دی، که موږ ته د منلو وي نو دنیا ته نه دی، که څوک وایي چې دنیا به خپل کار کوي، موږ یې په کیسه کې هم نه یو او د خپلو پلرو و نیکو له نقش قدمه نه شو اوښتلای نو دا هم ځکه عملي نه ده چې نن نړۍ په یوه کورنۍ بدله شوې ده، د کورنۍ د هر غړي له مرضه نور هم متاثر کېږي او یوه کورنۍ د خپلې یوې عضوي اخلاقي، انساني او علمي ناروغي نه شي زغملای، یا به یې علاج کوي او یا به له منځه ځي.
زموږ ټولنېزه پسماندګې، بې دلیله جنګ- جګړې، کورني تاوتریخوالي، اداري فساد، اقتصادي فقر، علمي غریبي، اخلاقي سقوط، لکه د ګورچنجیو غوندې د یو بل خوړل، په شعوري و ناشعوري ډول د پردیو مفته نوکرې او… ټولې غمیزې زموږ د همدغه وضعیت زېږنده دي.
تاسو کولای شئ زموږ د همدغه ټول ایماني، وجداني او بشري بحران ننداره د فرخندې د لامثاله قتل پر سټیج ننداره کړئ او د دې ژور انساني بحران عوامل زموږ د کمزوري فرهنګ، بې علمه او بې قاعدې ټولنیز ساختار په دننه کې وموندلای شئ.
د لیکوال محمد کاظم کاظمي دا خبره بېخي پر ځای ده چې موږ ټول د فرخندې په قتل کې شریک یو دا ځکه چې زموږ جمعې شعور د دغسې پېښو هرکلي ته ۲۴ ساعته سترګې پر لار وي؛ د دې دلیل دا دی چې فرخنده د یوه ځانګړي وګړي، یوې مشخصې کړۍ او یا پلان له مخې و نه وژل شوه بلکې دا د کابل په زړه کې، په هغه تر ټولو بېر و بار ځای کې په ناببره او تصادفي توګه په هغسې ډول ځوانیمرګه کړه شوه چې زموږ تاریخ یې ممکن په دغه شکل بل مثال ونلري، دا چې موږ ټول د فرخندې قاتلین یو، دا بل دلیل یې هم ولولئ:
یوه تعویذ لیکونکي د قرآن سوځونې تور پر ولګاوه، د دوی په شاوخوا کې نژدې مؤمنانو نه یوازې دا تور رد نکړ چې لا یې د تائید سرونه ور سره وښورول، پر لاره تېرېدونکو خلکو، پرته له دې چې یو د بل له قوم، قبیلې، مذهب، کسب و کار او ذهني تمایل څخه خبر اوسي په یوه بېسارې اتفاق سره یې بېله غوره د ډبرو، لرګیو او خښتو څه عجیب باران پر واوراوه!!! یوه بل په مذهبي جذبه سمبال ځوان بغیر د چا له حکمه و مشورې موټر پر تېر را تېر کړ؛ څو نورو مسلمانانو چې له هیچا سره یې نه وه هماهنګه کړې، راغلل د سترګو په رپ کې یې، ګوره د چا له جنراتوره تېل پر وپاشل، ښایي خپله د جنراتور مالک و، یا ښایي بل څوک وو خو د جنراتور خاوند یې په ټول شوق مرسته کوله، یوه بل افغان اور ور واچاوه، څو نورو کابلیانو د کابل مردار سین ته وغورځوله؛ شاوخوا امنیتي کسانو او پولیسو یې هم سیل کاوه، یوه نیم لا مرسته هم ورسره کوله په داسې حال کې چې له فعالو غازیانو سره یې هيڅ همږغي هم نه درلوده؛ دې نمایش تر دوه ساعته زیات وخت ونیو، طبعاً او په ټینګار سره طبعاً چې ټوله دولتي دستګاه په خبره شوه خو په هیڅ سطحه د نجات عکس العمل و نه ښوول شو، معنا دا چې ولس و دولت په دغه قتل کې کاملاً سره خوښ و خوشحال وو، څنګه به نه وو!!!:
د اطلاعات و فرهنګ وزارت نشراتي معینې سیمین غزل حسین زاده په فرهنګي ساحه کې، د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي په امنیتي ډګر کې، ډاکتر زلمي زابلي په قانونی چوکاټ کې او د وزیراکبر خان جامع امام ملا نیازي پر دیني ممبر په خپلو ټولو اسلامي- افغاني احساساتو او جذباتو سره د دغې پېښې پر مشروعیت د فرهنګ، امنیت، قانون او دین په استازیتوب د تائید پخه ټاپه ووهله او دا چې پر فیسبوک باندې زموږ دیندوسته وطندارانو پر دغه حادثه د الحمد لله، الله اکبر، لله الحمد، ماشاءالله، جزاک الله او برکت الله په ویلو سره څومره زیات د خدای تعالی شکرونه وایستل نو دا د دغې فاجعې په تخلیق کې زموږ د جمعې ولسي- دولتي اجماع یو څرګند ثبوت دی.
کیسه دلته ختمه نه شوه، کله چې مدني فعالان او انسانپالي روشنفکران دې لوی جنایت ته سر پر سجود نه شول او خپل د اعتراض یو بل بې مثاله مدني موج یې را پورته کړ بیا نو یو شمېر تاریک ذهنو په اصطلاح مدني وګړو او مزخرفو رسنیو دا ډنډوره ګډه کړه چې دا ګواکي د امریکا د دین ځپونکي سیاست نتېجه ده. د دغسې یوه تحلیل ښکاره معنا خو دا ده چې د فرخندې قاتلینو ته یې برئت ور کړ، پړه یې ټوله د امریکا پر غاړه ور واړوله او د دې تر څنګ یو شمېر د پارلمان او نور دیني عالمان پر هغه ځمکه سره را ټول شول چې د فرخندې په وینو لړل شوې وه او د هغو وینو له پاسه یې ټول هغه مدني کسان وغندل، د هغوی د ږغو چوپول یې وغوښتل او د هغوی د فعالیت پښو ته یې د انجماد د زولنو ور اچول وغوښتل چې د دغه لوی جنایت پر ضد یې چیغه پورته کړې وه او د دین په نوم یې د وحشت له شرمه د وطن او ملت نجات غوښت.
پایله:
باید د وحشت و انسانیت برید پولې تشخیص او معرفي کړو، خپل نوی افغان نسل له کوشنیوالي څخه په عالي انساني فرهنګ سره سمبال و روزو.
د ویښتیا، روښانتیا او هراړخیز ټولنیز، فرهنګي، تعلیمي، ذهني او اخلاقي بدلون لپاره همدومره ستره او هماهنګه ژغورنده مبارزه په کار ده لکه څومره چې مو عامه شعور د هماهنګ شرموونکي وحشت ښکار دی، که روشنفکران او مدني فعالان مو نن هم سره یو نه شي نو نه د ژوند کولو حق لري او نه تر قیامته د بخښلو. او دا هم یاد وساتئ چې د فرخندې اروا به مو هسي هم تر قیامته و نه بخښي ځکه موږ ټول د هغې جمعې قاتلان یو.
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴