هيسود د يونان په کلاسيک ادب کې له هومر وروسته دويم حماسي شاعر دى چې  په يوناني ټولنه او ادب کې تر ټولو ډېر محبوبيت لري، خو شهرت او نوم چې د (ايلياد او اوديسه) ليکوال (هومر) ته ور په برخه شوي شهرت هومره نه دى.

شايد لاملونه به ولري، ځينې به له دې سره هم مخالف وي چې ګني هيسود د هومر په څېر  په نړيواله کچه نه دى مطرح شوى، خو يو ټکى د يادولو وړ دى چې هيسود يو له هغو شاعرانو دى چې په هومر يې سختې نيوکې کولې او د خپل ژوند د حاکم وضعيت په اړه  يې غږ پورته کړى دى.

بل ټکى هم هومر ته د منسوب شهکار( ايلياد او اوديسه) په اړه  دده پر لپسې نيوکې او کله کله ددې اثارو د منځپانګې  په اړه منفي نظريات دي.

د تاريخي رواياتو له مخې د هيسود چې ځينې څېړونکو (هزيود) هم ياد کړى، د ژوند زمانه ډېره کره نه ده، خو تر ټولو زيات متفق روايت دادى چې نوموړي له مېلادې وړاندې(٨٤٦-٧٧٧ ق م) کې ياني له ميلاد وړاندې اتمه پېړۍ کې ژوند کړى.

ده د يونان د بوتيا  په اسکرا سيمه کې ژوند کړى او په خپل ژوند کې د شرقي افکارو تر اغېز لاندې راغلى و چې (( د خدايانو نسب نامه)) يې تر ټولو مشهوره منظومه ګڼل کېږي.

د همدې منظومې دليکلو لپاره يې يو لامل هم همدا اغېز ښودل شوى دى ، ياني د هغه د (( د خدايانو نسب نامه)) د نړۍ  او خداى ګوټو د پيدايښت د تاريخ  حماسي او رونيزه منظومه شرقي افکارو ته يو ډول تمايل ګڼل کېږي.

هيسود په داسې مهال نړۍ ته سترګې غړولې چې يوناني ټولنه لا هم د لوړ پوړو، ټيټ پوړو، يا لوړ ذاتو او ټيټ ذاتو په لومو کې را ګېر وه او اشرافو تر ځان ښکته خلک د دوى د خدمت لپاره پيدا شوي مخلوقات ګڼل.

په داسې يوه چاپيريال کې به ګڼو يوناني ليکوالو په ځانګړي ډول د يوناني ادبياتو د کلاسيکې دورې ادبيانو خپل غبرګون ښودلى وي، خو اغېز يې دومره نه دى ښکاره شوى او يا يې داسې ادبي ژبه کارولې چې اغېز يې اوږدمهالى و او د ليکوالو په ژوند کې يې څه بدلون نه حس کېده.

اشرافو د خپل اغېز او تولنيز نقش نه په ګټې اخيستې او اشرافي نظرياتو په پلي کولو سره ارام ژوند او حاصل خېزه ځمکې تر لاسه کړې وې، د دوى دا کار د ټولنې د اکثريت وګړو د خوښې خلاف و، خو غږ اوچتول څه اسانه کار نه و.

د هيسود منظومو په ځانګړي ډول (د زحمت ورځې) دې پټو غوښتنو ته ژبه ورکړه او د عدالت غږ يې پورته کړ. ددې منظومې ليکوال (هيسود) خپله هم دا ترخې تجربې کړې وې، دده پلار د ژوند په لومړيو کې سمندري سفرونه کول، خو وروسته يې دهقانۍ او کرکيلې ته مخه کړه.

له ستونزو او کړاوونو ډک ژوند يې تېراوه، تر دې چې هيسود هم  له همغه ماشومتوبه له  خپل پلار سره په کروندو کې ملګرى شو، ستونزمن او سخت کارونه پيل کړل، اوښکې او خولې يې وبهولې، خو  زړه يې اشرافو ته له کينې ډک و.

د پلار له مرګ وروسته د هيسود ورور  پرسس د پلار ټوله ځمکه ترې ځانته کړه او دى يې محکمې ته د مجرم په توګه معرفي کړ او د خپل ورور ژوند يې دومره له ستونزو سره مخ کړ چې د ځمکې له غوښتنې لاس په سر شي.

همدا ستونزې ددې سبب شوې چې هيسود( د زحمت ورځې) منظومه وليکي، د کار او زيار په اړه ووايي، خپلې ستونزې بيان کړي، د کار اهميت خلکو ته څرګند کړي، خو په ضمن کې له خپل ورور او دده په څېر نورو ظالمانو له کړنو پرده پورته کړي.

په دې منظومه کې له شکايت پرته دده د کاروبار اړوند موضوعات شته، لکه څه وخت او کله کر کيله وکړي، څه وکري او څنګه يې وساتي،  د کر لپاره کوم وخت مناسب دى او شرافتمندانه ژوند څنګه تر لاسه کېږي. په دې منظومه کې دوه متقابل اړخونه ګورو، چې له يو بل سره په جګړه ده.

دى وايي که چېرته په ټولنه کې ظلم او ستم بريالى شي، نو هلته د وسپنې دوره پاى ته رسېږي. په دويم اړخ کې بايد د عدالت د بريا پر اړتيا خبرې کوي، سره ددې چې دى له هومر سره مخالف دى، خو (د زحمت ورځې) دويم اړخ يې د هغه له اثارو او نظرياتو الهام اخلي.

همدا لامل و چې دې منظومې په عامو يونانيانو کې زيات محبوبيت پيدا کړ او هيسود ته په درناوي قايل شول.

دى ځکه  چې له هومره سره مخالف و چې ويل يې هومر په خپل اثر ( ايلياد او اوديسه) کې د پخوانۍ زمانې جګړې او اتلان بيانوي، د ورانۍ، غچ او جګړې خبرې کوې.

خو په وينا يې چې د هومر دا کار هسې د وخت ضايع کېدل دي، هم يې خپل وخت ضايع کړى او هم د نورو وخت ته ارزښت نه ورکوي، ده (هومر) بايد ددې پر ځاى عيني پېښې انځور کړې او وړاندې کړې وى.

د زحمت ورځې د حجم له اړخه د هيسود ډېر کوچنى اثر دى، خو ليکوال ته په ژوند کې ور پېښو محروميتونو او ستونزو ددې کتاب ارزښت زيات کړى او هغه يې د ژورو رونيزو او فلسفي مفاهيمو په بڼه وړاندې کړي دي.

په دې مضمون کې د انسان د بدلون او ودې په هکله خبر شوې، خو په پاى کې خپل ورور(پرسس) او نورو ته ښودنه کوي، چې په څه ډول ژوند وکړي، څه وخت واده کړي او څنګه يې وکړي؟

هيسود په خپله زمانه کې د انسان ژوند په پنځو پړاوونو وېشلى دى، البته د خپلې زمانې حالات او عينې پېښې يې په پام کې نيولي دي.

لومړى د سرو زرو دوره ده. دده په وينا چې په دې دوره کې انسانان ماشومان وي، ارام او د ارباب النواعو په څېر ښکلى ژوند تېروي. دويمه د سپينو زرو دوره ده چې خلک په کې د ارباب النواعو پر وړاندې بې پروا او نا شکره وي.

درېيمه دوره يې د مسو يا ژېړه دوره ده چې جګړه په کې کوي، څلورمه يې د جنګي اتلانو دوره ده چې په (ايلياد او اوديسه) کې يې کيسې شوې او په ټراى جګړه کې يې برخه اخيستې.

پنځمه دوره چې خپله هيسود هم ځان ددې  دورې پورې اړوند بولي، د وسپنې دوره ده چې انسان يې په ستونزو او کړاوونو کې تېروي، مهمه خبره داده چې هيسود نه غوښتل د خپلې دورې له خلکو سره نږدې وي، هڅه يې کوله چې له دوى نه لرې ژوند وکړي.

هيسود له ماشومتوبه په کروندو، د غرو لمنو او شنو بوټو کې ژوند کاوه، لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه، له پلار سره يې په کروندو کې مرسته کوله. همدې سرشار طبيعت په کې د شعر طبيعي او فطرتي ځواک را ويښ کړ، تر دې چې د شعر او موسيقي په ځينو سياليو کې يې جايزې هم تر لاسه کړې او يو روايت دادى چې ځينې جايزې يې خپله د هرمر له لاسه اخيستي دي.

د شاعرۍ کسبي اړخ يې هغه مهال يوناني ټولنې د حالاتو، ستونزو او په ځانګړي ډول د خپل ورور بې وفايۍ پياوړى کړى، کله چې د شاعرۍ همدا دوې سرچينې( فطري او کسبي اړخ )پياوړي شي، نو له انسان نه په رېښتينې مانا شاعر جوړوي او د هيسود په شخصيت او شاعرۍ کې دا دواړه مطرح وو.

څرنګه چې د هيسود د پيدايښت نېټه ډېره کره نه ده، په همدې ډول يې د مړينې د نېټې په اړه هم معلومات نشته، يو روايت دادى چې نوموړى په اتيا کلنۍ کې د( کلومنه) په نامه يوې نجلۍ سره اړيکه پيدا کړه، هغه يې تېر اېسته، خو کله چې د نجلۍ ورور پرې خبر شو، نو هيسود يې ووژلو او مړى يې سيند ته ګوزار کړ.

د همدې روايت په تاييد په يوه بل روايت کې راغلي دي چې کلومنه د هيسود له دې اړيکې نه له څه وخت تېرېد وروسته يو زوى پيدا کړ، ژوند يې وکړ، لوى شو او د هيسود د زوى په نامه يادېده چې د يونان يو بل حماسي مشهور  شاعر ستسيخوروس د هيسود لمسۍ ګڼل کېږي.

پاى

——————————————–

د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…،  پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ، ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه ،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه ، کلیشه يي ژوند، نړیوال ادبیات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *