په افغانستان کې په لومړي ځل د ځوانانو چارو معینیت په نوښت د ځوانانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو، این، ایف، پی) په مرسته او همکارۍ د ځوانانو ځانګړی پارلمان په نږدې راتلونکې کې جوړ شي. یاد پارلمان به د ټول هېواد څخه د ۱۲۰څخه تر ۱۳۰ تنو پورې غړي ولري، چې ۳۳ سلنه به يې ښځو، پنځه سلنه کوچيانو، دري سلنه معلولينو او د اهل هنودو او سکانو څخه به يو يو تن استازی د دوه کلونو لپاره وټاکل شي، چې د ملي شورا په څېر به نوبتي غوندې دایروي او د افغانستان په سیاسی او امنیتي وضعې، پرمختګ او ښې حکومتدارۍ به بحث کوي. ددې پارلمان جوړولو څخه اصلي موخه ځوانانو ته روحيه ورکول او په سیاسي اوضاع کې د هغوی شريکول دي ترڅو له دې لارې ځوانان خپل د زړه درد له نورو سره شريک کړي. د ځوانانو په پارلمان کې د ګډون لپاره شرايط دادي چې ځوان بايد د دولسم ټولګی څخه فارغ او عمر يې د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۳۵ کلنۍ پورې وي، ځوانان چې په نویو عصري علومو سمبال، له ټيکنالوژۍ سره بلد، تر ډیره بريده له قومي او ژبني تعصباتو پاک، د احساس روحيه يې تر نورو ډیره او په ټولنه کې د ډیر مسؤلیت لرونکي دي، که په سیاسي برخه کې يې سمه روزنه وشي لرې نده چې هېواد به مو له اوسنيو شته ستونزو او ناخوالو خلاص او يوه روښانه راتلونکې به ولرو، ټاکنې چې د ديموکراسۍ يو اصل دی، که ځوانان ورسره بلدتيا پېداکړي او د وړ نوماند په پېژندلو کې له دقت څخه کار واخلي نو دا چاره به د مشرانو پارلمان په ټاکنو هم اغيزه وکړي او د راتلونکي پارلمان ډېره برخه به ځوانان تشکيل کړي.