هره ورځ چاودنه، هره ورځ غم، هره ورځ په ځوانانو خاورې اړوو او هره ورځ مو ژوند د بدبختيو خواته ځي. دلته داسې کس نه پيدا کېږي چې د دې ناخوالو مخه ونيسي او دې دردېدلي وطن ته یوه د حل لاره را پېدا کړي. په ډې وطن کې هره ورځ د وينو ويالې درومي، وره ورځ تور تم خوېږي بیا هم دا وګړي نه ستړي شوي دي، نه یې زره چاودلې ده. خدای دې خبر زړه یې له ډبو نه جوړ شوی دی او که فکر یې په ځای نه دی. یو څه د فکر وړ خبره هم ده. په داسې یو ماحول کې چې هره ورځ غم، وير او وژنه وي، مګروګړي یې له داسې درده هېڅ خپګان نه کوي نو مالومه خبره ده چې زړونه یې له ډبرو نه جوړ دي او یا یې فکرونه نه دي سم.
قاتل ته حال د بې وسۍ مه وایه
هسې نه ټول افغانستان ووژني
دا نن چې تا کوم انسانان ووژل
خدای که دا رنګه څوک حيوان ووژني
نن په خوست کې دښمن بیا خپل ناولی شکل بیا را څرګن کړ، بې ګناه هېوادوال یې شهيدان کړل، وينې یې توې کړې، خپل بادار یې خوښ کړ. مګر دا یوه چاودنه نه، تر دې درنې نورې چاودنې هم وشې په تېر کال کې چې د پکتیکا او غزني یې نه هېرولو نه دي. همدا رنګه نني د خوست شهيدان!
د ننۍ چاودنې یوه رښتينۍ کيسه، چې یوه مورکۍ د خپل زوی په لټه پسې راوتلې وه، خو شيرين زوی ونه ليده او له تابوت سره یې جور ته جوړه ولاړه، اوښکې یې په سترګو کې د یو تيز باران په شان بهېدلې، د غم له رویه یې هېڅ په سترګو نه ليدل، هر څه ورته بدل او بد رنګه ښکاريدل، له انسان یې ويره کيدله وای څه یو درد به وو. هغه متل دی وایي ځمکه هغه سوزي چې اور پرې بل وي. رښتیا هم همداسې موږ او تاسې ته شاید یوه معمولي خبره ښکاري مګر هغو کسانو ته به ډېره درنه وي چې کوم خپلوان او د کورنۍ غړي یې پکې د لاسه ور کړي وي.
د یوې خوستۍ مور کيسه.
نن يوه ريښتیني کیسه:
همدا یکې يو زوی یې و، مور یې د ډاکټر بابري ګل روغتون مخې ته په منډه راورسيده، دزوی دټپې کیدو يې اوریدلي و، دروغتون څخه یې دشهید زوی تابوت راويستو، بورې مورکۍ په پخه سړک سر په زوره زوره وهلو، دخلکو دم ختلی و ، هېچا دا صحنه نشوه لیدلی، سترګې به یې پټولې ډاکټربابري ګل هم ورسره په چیغو شو.
د ماشوم یې څه ګناه ده، چې وژنې یې خدای دې هکلاک کړه دښمنه!
په ماشومانو باندې
په ښائيستوکو باندې
سقېلې مه چلوه
زموږ په هډوکو باندې
وينې په وينو نه مينځل کېږي، دا د پښتو یو مشهور متل دی. خو رښتیا یې ويلي دي، ۱۳ کاله کېږي چې په وينو کې لوبېږو، څه مو لاسته راوړي دي، څه مو په ژوند کې ښه بدلون راغلی دی، څه مو له ژ،ند څخه خوند اخيستل دی او څه مو ګټه رسولې ده ځان او ټولنې ته؟؟
هېڅ بس ویاز ېپردي مو خوشاله ساتلي دي، او خپلو ته مو غم ور کړي دي.
که سړي ځير شي، هره چاودنه او وژنه چې دلته کېږي قرباني یې ډېری پښتانه وي، خورا، غريب او بې کوره پښتون یې وژلی وي. هغه پښتون چې مېږي ته یې په خدای کې په ژوند زیان رسولی وي. هغه پښتون چې په یوه مړې ډودۍ پسې ښار ته راغلی وي. ټوله ورځ لمر ته ولاړ وي او آخر هم د انتحار او بم ښکار شي.
مرګه ودېږه لږ تم شه نور ځای نشته
ډکې شولې هېدرې زموږ د کلي
یو ړندوکی انسان راشي ماشه کش کړي
په ټوپک ولي شېشې زموږ د کلي
بس د وژنو ښار دی او زموږ د غم شپې ورځې دي چې پکې تېرېږي!
پښتنو سخت ځوانان مو شهيدان شول، سخت درانه خلک مو ولاړل، سخت بريتور او زړور خلک مو د ګور په سوري باندې ننستل او سخت مو خپل ولادونه د بل دروازې ته احتیاج کړل. خدای خبر تر کومې به همداسې پاتو وئ، تر څو پورې به همداسې په درانه خوب باندې ويده وئ؟ پښتونه ستا وېښول هم څه وړه خبره نه ده، نه وېښېږي او که ځان نه وېښېوئ!؟
قرار صېب وایي:
له مودو مو دغه حال دی پر وطن
هر یو کال د حزن کال دی پر وطن
ستا عیال د پنجاپۍ کوڅې طوطي دی
وږی نس زما عیال دی پر وطن
خپل یې څنګ ته کښېنولي بې پرې
له پردو سره جنجال دی پر وطن
دېته وایي ملایان مو عبادت
دا چې فتل او قتال دی پر وطن
هېواده!
زما ګران افغاستان هېواده!
ستا په کوم غم باندې و ژاړو؟!
ذبېح الله اېمان
نه: تر اوسه زموږه زړونه نه دي ډبرین،خو زموږ ساه بنده ده زموږ په ستوني دوخت دوحشت درنه پښه ایښودل شوې ده، زموږ چیغه بنده ده زمونږ زړونه داسې ښوه ایدلي او ښوه ایږي لکه زړه د بورې مور یا خو زړه دکونډې پیغلې یا که زړه دوررې خور چه ئې پروت مخکې په وینو سور لړلی تنکی ځوان وي!… زموږ سترګې له ویرې داسې راوتې لکه ــ سترګې دماشوم چه ترینه ورکه ئې ابې وي یا هغه یاغي آس چه دئ ورک شوی له ګلې او وي په منډو دښتو غرو کې۰
نو زه څه ووایم. نه پوهیږم چه زه پښتین یم اوکه پلستین…ما په غولي ماشومان ،تنکي ځوانان په وینوسره لړلي پراته ،خو زما دګاونډي په غولي سوپر ستار ګډاوي وي .نور ئې نه شم لیکلی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟