که د مصنوعي انګورو ځيلۍ مو له يوه لرګي تاو راتاو د کوټې په وره کې لګېدلې وي؛ خو کوټې ته مخامخ مو د اصلي انګورو منا وي، تاسې ته به کوم يو خوند درکوي؟
(د اپلاتوني فکر پر بنسټ) ښايي دويم منا خوند درکړي، ځکه پاڼې يې تر مصنوعي هغو طبيعي دي، مصنوعي انګور ښايي ډېر شنه يا شنه بخني وي؛ خو د اصلي انګورو رنګ طبيعي وي او يو رنګه هم پکې غالب نه ښکاري. د طبيعي انګورو د پاڼو، ځېليو او بوټو تازګي ښايي خوند درکړي؛ خو مصنوعي انګور درته مړه پړه ښکاره شي، د طبيعي انګورو په لمس کې زيږوالى احساس کړئ؛ خو مصنوعي انګور درته په لمس تش پلاستيک ښکاره شي او بيا مو دا لمس د باصرې پر حس هم اغېز وکړي، چې بيا هر ځل مصنوعي بوټي يا ګلان وينئ، پلاستيکوالى په احساسوئ.
پر طبيعت سربېره په ټولنيزو مسايلو کې هم ښايي ورته چلن وکړئ.
نو که خبره دا وي، بيا هنر ته څه اړتيا ده؟
ښايي ځينې خلک استدلال وکړي، چې له مصنوعي انګورو هغه خلک خوند اخلي، چې طبيعي انګور ورسره نه وي؛ خو دا خبره ځکه ډېره دقيقه نه ده، چې هغه سړي ته به مصنوعي انګور څه خوند ورکړي، چې يو تصور ورته ونه لري. موږ ته ښايي هغه شيان خوند رانه کړي، چې په رښتيني ژوند ورسره مخ شوي نه يو يا يې درک راسره نه وي.
که لږ ځير شو. موږ له مصنوعي انګورو هم خوند اخلو، ځکه خو مو يې بوټى د کوټې په خوله کې لګولى دى؛ خو هغه خوند چې موږ يې د اصلي انګورو له بوټي اخلو د مصنوعي انګورو له بوټي سره توپير لري.
نو له مصنوعي انګورو ولې خوند اخلو، ځکه چې په دې کې انساني هڅه موجوده ده. انساني تخييل پکې کارېدلى دى او انساني تخييل د اصل او تصنع ترمنځ د نوې اړيکې په کشف موږ له تعجب او تحيير سره مخ کوي.
تخييل لکه جادويي سترګۍ د هغو شيانو ترمنځ اړيکه کشفوي، چې ترمنځ يې دا رنګه واقعي اړيکه نه وي. د اوبو او انسان ترمنځ عقلي اړيکه نشته؛ خو په هنر کې ځينې کسان د روانۍ، سپېڅلتيا يا د نرموالي له پلوه اوبه بلل شوي دي. د تخييل کار د جادو غوندې خوند راکوي. د تخييل د همدې تعريف پر بنسټ د شلمې پېړۍ مشهور ادبپوه ايور ارمسترانګ ريچاردز په خپل اثر ( د ادبي کره کتنې اصولو) کې د پنځګرو ترمنځ درجې ټاکي. هغه پنځګر چې د شيانو او مفاهيمو ترمنځ نوې اړيکې کشفولاى شي او ژور تلاى شي، هغه په ښو پنځګرو کې راځي او چې څوک دا استعداد ونه لري، په کمزورو پنځګرو کې راځي او زړې خبرې تکراروي.
ښايي تفکر، چې پر عقل ولاړ وي، احساسات ونه لري؛ خو تخييل چې پر عاطفه ولاړ دى، له ښکارندو او مفاهيمو سره احساساتي چلند ښيي. کوم خيال چې عاطفه ونه لري، که هر څومره نوى وي، هنري بازار نه لري او داسې وي لکه پلاستيکي مڼه، چې رنګ يې وي، خوند يې نه وي، ځکه چې د هنر کار له عاطفې سره دى او خيال کې عاطفي نه وي، پايښت يې نشته. د شهنواز باقر يو بيت راياد شو:
هغه تصوير مې اوس هم د نظر په جېب کې پروت دى
چې مړاوي وو په چا پسې ګلونه د دېوال
د نظر په جېب کې د پروتوالي او په چا پسې د دېوال د ګلونو(چې مراد ترې شخص دى) مړاويتوب نوى خيال دى، خو له نوښت سره سره پکې عاطفه هم شته او د چا د جدايۍ له پېښې سره په ټکر کې د شاعر عاطفه/عاطفي غبرګون خوندور خيال ټوکولى دى.
له دې نه ښکاري، چې تخييل دوه ډوله تړاو کشفوي، يو د ښکارندو او مفاهيمو ترمنځ د مشابهت، تضاد، تناسب يا … تړاو، بل له ښکارندو او شيانو سره د پنځګر عاطفي تړاو؛ نو خيال دوه اړخه دي، ىو د شيانو او مفاهيمو ترمنځ نوې او هېښنده اړيکه او بل عاطفه.
تخييل راته معنوي شيان حسي کوي. د مير احمد ياد شعر دى:
ماته د چا د دوه مخۍ تصویر رامخې ته شي
کرکه مې وشي د رنګونو له بازاره ګله
دوه مخي معنوي کار دى؛ خو د رنګونو بازار د باصرې په حس پورې تړاو لري. شاعر چې چېرته د بېلابېلو رنګو امتزاج يا مېله وګوري، نو د چا دوه مخي ورياده شي. د بېلابېلو رنګونو بازار دوه مخي حسي کړې ده.
تخييل د طبيعت په اړه زموږ برداشت ښيي او زموږ او طبيعت ترمنځ ترجماني کوي. مطلب، طبيعت راته مانا کوي. ماشومان -چې ډېر اتکا يې پر تخييل وي- له هر څيزه تخييلي برداشت لري. له نړۍ سره زموږ دوه تړاوه دي، چې يوه ته سړى فکري او بل ته تخييلي ويلاى شي. فکري رابطه مو د يوه څيز يا يوې پېښې پر ګټه، تاوان پوه کوي او د هغې پېښې يا ګټې محسوس او معقول جزيات او مشخصات راښيي. مثلا: دېوال له کومو اجزاوو جوړ دى؟ د کومو مشخصو لرونکي څيز ته دېوال وايي؟ فکري رابطه هم د دوو شيانو ترمنځ د تشابه، تناسب يا تضاد اړيکه ښيي؛ خو دا اړيکه معقوله، محسوسه او علمي وي. مثلا: ښايي د يوه چا اوږده لاسونه يا تور رنګ خپل يو ملګرى درياد کړى؛ نو د دوى ترمنځ دا ورته والى محسوس دى؛ خو خيال نامعقول يا احساساتي ورته والي ښيي. د تضاد اړيکه هم په فکر کې هغه ده، چې د فلسفې غوندې پوهه او د هيګل غوندې فيلسوف ورته تضاد وايي. تخييلي تړاو، چې تخييلي برداشت پرې ولاړ دى، له يوه څيز سره زموږ نامحسوس ارتباط ښيي. مثلا: په تخييلي تړاو کې ښايي د فکري تړاو پر خلاف له دېواله د دوښمن برداشت ولرئ، د لشکيو يا کشمالو په ليدو مو د ښاپېريو مسکن په ذهن کې انځور شي او خوند ترې واخلئ يا مثلا: د غره ډبرې درته داسې ښکاره شي، لکه غره چې خوړلې وي يا لکه چا چې لاسي شيندلي وي، چې خلک پرې يو بل وولي يا درته غر د ډبرو له مخې هغه دوه مخي سياستوال درياد کړي، چې خلک يې په بېلابېلو نامو او دروغجنو وعدو پر ځان راټول کړي وي.
تخييل يوه پېښه يا يو څيز د زغم وړ کوي. د ژورناليستي خبر يا رپوټ او کيسو ترمنځ لوى توپير دا دى، چې په خبر يا رپوټ کې ښايي د واقعيت پټول عيب وګڼل شي او هر څه بيان شي يا وښودل شي؛ خو په ادب کې د تخييل په مټ د تصويرونو او نورو وسايلو په مرسته هڅه دا وي، چې لوستونکى د پېښې وحشت ونه بوګنوي؛ نو د پېښې له بوګنوړو اړخونو يا په ترڅ تېرېږي يا ورته ضمني اشاره کوي. دا داسې ده، لکه د لمر پر لور ورروان سړى د لارې د کتو لپاره سترګو ته لاس ونيسي؛ نو ادبيات عموما د پېښو په اغېزمنتيا کې له بوګنونې کار نه اخلي، بلکې نور وسايل، لکه تصوير، هنري او علمي استدلال ورته کاروي. څوک چې د بوګنولو هوس لري، هغوى ادبيات نه پنځوي، وحشت پنځوي او خلک اغېزمنوي نه، ويروي يې. داسې پنځونې ډېر وخت نه پايي او زياتره د شعار په قبر کې ښخ شي.
تخييل هر انسان لري، خو د پنځګر تخييل پياوړى او ډېر ارادي وي. هر څوک چې ادب ته مخه کوي، د تخييل د پياوړتيا تمرين ورته بويه. چا چې دا تمرين وکړ، هغوى ترې بيا هر وخت په هنر کې استفاده کولاى شي.