تاند- څوک چې له کمپیوټر او انترنیټ سره سروکار لري، هک او هکر پېژني. هکران هغه کسان دي چې د نورو خلکو ویبپاڼو، ویبلاګونو، د ټولنیزو رسنیو پاڼو او یا انلاین بانکي اکاونټونو ته په چل او د ویروسو له لارې ننوځي او غلا ورڅخه کوي.

یوې هکر ډلې، چې په ټویټر کې ۴۱ زره فالوران یا یاران لري، ادعا کړې چې د فېسبوک د خاوند او مشر مارک زوکر برګ اکاونټونه یې په اینستګرام، لینکداین، پینترست او ټویټر کې هک کړي دي.

هکران د ډېرو خلکو اکاونټونه هک کوي خو دا چې د فېسبوک د خاوند اکاونټونه یې هک کړي، د زیاتو خلکو پام یې ځان ته اړولی دی.

لینکداین څو اوونۍ مخکې ویلي و چې په ۲۰۱۲ م کال د دې ټولنیزې ویبپاڼې د څه باندې ۱۰۰ ملیونو غړیو پاسوردونه او ایمیلونه هک شوي دي.

د زوکربرګ د اکاونټ د هک کېدو د خبر له خپرېدو وروسته فېسبوک ادعا وکړه چې په انستګرام کې د زوکر برګ اکاونټ ته لاس نه دی ورړل شوی خو ورداخلېدای نه شي.

ویل شوي چې زوکربرګ اسانه پاسورد انتخاب کړی و ځکه هکران په اسانه توانېدلي چې اکاونټ ته یې ننوځي.

هکرانو لیکلي چې د زوکر برګ پاسورډ دادادادا (dadada) و.

خو د انترنیتي مصونیت ماهران وايي چې باید د پاسورډ په جوړولو کې نه یوازې توري بلکې عدودونه او ځیني نښې هم وکارول شي څو هکران یې په اسانه ونه موندلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ