(۵)

هیراکلیس د دې موقع پیدا کړې وه چې د ګرانبیه ډالیو لپاره له خدایانو مننه وکړي. هلته د ځمکې لاندې ګایا خپل زامن تیتان، چې د دېوانو په شان بدرنګه او بدجنسه وو، د زیوس خوا ته ورروان کړي وو چې له زیوس سره وجنګېږی. دا دېوان له بدرنګۍ نه کتل کېدل. اوږده اوږده ویښتان یې په مخونو او ږیرو راپراته وو. څېرې یې دومره وحشتناکې وې، چې په اسمان کې یې ستوري په لیدو تتیدل اوخړې ورېځې د دوی له وېرې د اسمان په لمن کې لالهانده کېدې.

بدرنګه دېوان د تسالي په سیمه کې د ځمکې له تله راووتل. د ځمکې ګایا خپلو زامنو ته نارې وهلې: (هله ژر کوئ، لاړ شئ او زما انتقام له زیوس څخه واخلئ) ګایا خپل یو یو زوی په نوم یادوه او له زیوس سره یې په جګړه کې ورته دنده سپارله.

پرومیتیوس د یاپیتوس زویه هې د اطلس وروره! ته اسمان ونیسه، زما د وجود هره برخه به ستا مرسته کوي. هر غر به تاته زینه او هر کاڼی به یې ستا لپاره وسله وي.

اینکیلادوسه! ته دې د سمندرونو قوت دومره ډېر کړه چې پوزایدون له مخې لرې کړای شې.

روکهوس د لمر خدایه! ته ټول مهارونه وشلوه.

پورفیریونه! ته دلفي ونیسه!

د ګایا زامن له ډېرې خوشحالۍ نه په هوا کېدل. دوی داسې هیاهوی کاوه چې تا به ویل، دوی ټول اسماني خدایان له منځه وړي دي، او دوی د دې جګړې ګتونکي دي. دوی نارې وهلې، چې د تریوموف په جشن کې به نور پوزایدون او اریس نه وي. اپولو به مو په ګوړګوتو ویښتانو کې نیولی وي. یوه نارې وهلې: افرودیته به زما وي. بل یې ارتیمس د ځان په نامه کړه او درېیم یې، اتینې ته زما يې، نارې وهلې. ټول په ګډا او خوښۍ د اولمپ د غره خواته ورروان وو.

په دې منځ کې ایریس د شنې زرغونې الهې په ټولو خدایانو غږ وکړ او دوی یې د زیوس د ساتلو لپاره راوبلل. د سمندرونو، سیندونو او اوبو خدایان راپاڅېدل. د مړو خدایانو هم د زیوس د ساتلو قسمونه وکړل. یو پر بل پسې یو یو د زیوس د ساتلو لپاره تیارېده.

پېرسوفونې د ځمکې لاندې د سیوري ماڼۍ پرېښوده او د هغې ميړه چې د چوپتیا پاچا و، له خپلو هغه اسونو سره چې له رڼا وېرېدل، ټول د اولمپ ځلېدونکي او روښانه غره په لور روان شول. په څو شېبو کې ټول واړه خدایان د اولمپ غره ته ورسېدل او د زیوس له کوره را چاپېره شول.

زیوس وړو خدایانو ته مخامخ شو او ویې ویل: وګورئ د ځمکې الهه ګایا بیا د اسماني خدایانو په وړاندې سر راپورته کړی او غواړي، چې خپل دېوان او تیتان زامن له موږ سره وجنګوي. موږ به جنګېږو او د اسمانونو ساتنه به کوو.

د زیوس خبرې خلاصې شوې. په اسمان کې د تالنده وحشتناکه غربا وه. ځمکه زلزلې اخیستې وه. دېوان له یوه غره څخه بل ته او له بل څخه بل ته په ټوپو وو. یو ګام به وړاندې تلل او له شا به یې بل غر راپورته کړ او د اولمپ خوا ته به یې ورګذار کړ.

اسماني خدایانو ټولو په ګډه وویل: تر هغه چې یو مړ کیدونکی ( داسې یو څوک چې خداېۍ ته نه وي رسېدلی او د انسانانو په څېر مرګ ولري) له موږ سره وي، هېڅ دېو به په دې ونه توانېږي چې اسماني خدایان له منځه یوسي.

ګایا په دې وپوهېده چې له اسماني خدایانو سره مړ کیدونکی څوک شته. له ځان سره یې فکر وکړ چې داسې څه راپیدا کړي، چې زامن یې له زخمي کېدو وساتي او په دې جګړه کې بریالي هم شي. پام یې شو چې د ځمکې پرمخ داسې بوټي شته چې تر خوړلو وروسته یې ژوند تلپاتې کېږي. ګایا د ځمکې خوا ته روانه شوه.

تر ګایا د مخه زیوس لمر او سپوږمۍ ته امر وکړ چې تاسو به نن شپه نه راخېږئ. شپه به خپله تیاره  پسې غځوي، چې ګایا د ځمکې پرمخ بوټي ونه ویني. تر څو چې ګایا بوټي موندل، زیوس ټول بوټي له ځمکې څخه راټول کړي او بېرته راستون شوی هم و. زیوس، هیراکلیس د اتینې په ذریعه راوغوښت او ورته ویې ویل چې جګړې ته تیار شي.

په اولمپ کې توده جګړه روانه وه. اریس خپل جنګي ګاډۍ، چې اسونو یې په شیشنارو کې اورونه تویول، د دښمنانو تر منځ بې اختیاره ځغلوله. د ده طلایې زغرو د لمبو په شان رڼا کوله. د خولۍ په سر یې بیرغ رپیده او د اور سپرغۍ یې شیندلې.

اریس د پیلوروس دېو خوا ته ورغی. د پیلوروس دواړه پښې دوه ژوندي ماران وو، چې ده دواړه ترې غوڅې کړې. ده د دېو په خېټه د اسونو ګاډۍ راتېره کړه. په همدې شېبه کې هیراکلیس لیندۍ په لاس کې او د جګړې میدان ته راننوت. دېو د هیراکلیس په لیدو سره ورېږدېد درې واړه روحونه یې ترې بیل شول او پرځمکه مړ راپریوت.

هیراکلیس لیندۍ راسمه کړه او په غشي کې یې الکیونس دېو په نښه کړ. غشی یې له لیندۍ خطا کړ. په یوه شېبه کې الکیونس په ځمکه ولوېد. الکیونس چې ځمکې ته ورسېد او د خاورو بوی یې حس کړ، سا یې واخیسته او له یو نوي قوت سره بیا راپورته شو.

اتینې، هیراکلیس ته ورغږ کړ: الکیونس له پلارني ټاټوبي لرې بوځه، د ده سا او قوت په پردۍ خاوره کې له منځه ځي. هیراکلیس له الکیونس سره جنګېده او ورو ورو یې د پلارنۍ خاورې څخه لرې بوت. له ټاکلي بریده سره ووتل او لږ وروسته الکیونس مړ په ځمکه راولوېد.

پورفیریون دېو، په هېرا او هیراکلس حمله وکړه. ده غوښتل له دواړو سره يو ځای وجنګېږي. زیوس د دوی خوا ته تندر ورولېږه او هیراکلیس د پورفیریون په ټټر غشي ورګذار کړل. له بلې خوا ایفیالتیس دېو له غټې پړکېدونکي سترګې سره د هیراکلیس خواته ورروان شو. هیراکلیس، اپولو ته چې د ده تر څنګ په جګړه کې جنګېده په خندا کې وویل: د ده ځلېدونکي سترګه خو په تیاره نښه ده. ژر کوه چې خطا نه شي. هیراکلیس او اپولو دواړو په ایفیالیتس د غشي ګذارونه وکړل.

هلته په بل سر کې ایروتوس دېو له دېونیسوس سره په جنګ و. اتینه په الوتونکي اس سوره وه او د سیسیل په جزیره کې یې خدایانو ته قوت ورکاوه. هلته زیوس تندرونه غورځول او مړ کیدونکی هیراکلیس د خدایانو تر څنګ د دېوانو پر ټټر او سر غشي ورول.

په دې جګړه کې هیراکلیس ډېر ویاړ وګاټه. زیوس به د جګړې اتلانوته د اولمپیر لقب ورکاوه او په همدې لقب یې اتلان له نورو څخه بېلول. دا ځل یې د دوو ښځو زامنو ته چې یو یې  دېونیسوس او بل یې هیراکلیس و د اولمپیرلقب ورکړ.

ګایا (Gaia) د ځمکې لومړنۍ الهه

پرومیتیوس (Prometheus) تیتان و. پلار یې یاپیتوس او مور یې کلومنه وه. دی د اور خدای بلل کېده.

یاپیتوس (Japetus) تیتان و. مور یې ګایا او پلار یې اورانوس و.

اطلس (Atlas) تیتان و. پلار یې پاپتوس او مور یې کلومنه وه. اطلس د زغم معنا ورکوي. دی له خدایانو سره په اختلاف کې شو او په سزا کې یې ټوله ځمکه په اوږو پورته کړه.

 اینکیلادوس (Enceladus) یو لوی دېو ته ورته موجود و.

 پوزایدون(Poseidon) د سیندونو خدای و. دی د کرونوس او ریا زوی او د هستیا، دیمیتر، هېرا، هادس او زیوس کشر ورور و. دی په دې وتوانید چې د نړۍ  قدرتونه له خپلو خویندو او وروڼو تر منځ سره وویشي.

 پورفیریون (Porphyion) تیتان و.

دلفي (Delphi) په یونان کې د ښار نوم اود اپولو معبد هم ګڼل کېده. تر ډېره وخته خلکو د دلفي ښار د ځمکې منځ ګاڼه.

تریوموف (triumphus) د مذهبي جشن نوم دی.

اریس (Ares) د جنګ خدای نومول شوی و.

افرودیته (Aphrodite) دمینې الهه او د زیوس او دېونې لور وه. بې ساري ښکلا یې درلوده.

ارتیمس (Artemis) د ښکار، سپوږمۍ او حاصلونو الهه وه. پلار یې زیوس او مور یې لتو وه. ارتیمس او اپولو غبرګوني وو.

ایریس(Iris) د خدایانو پیغام رسونکې وه او د شنې زرغونې مانا یې هم درلوده.

پېرسوفونې (Persephone) د ځمکې لاندې ملکه وه. بې ساري ښکلا یې درلوده نو ځکه د هادس له خوا وتښتول شوه او د ځمکې لاندې اوسیده.

پیلوروس (Peloros)  د دېو نوم و.

الکیونس (Alkyoneus) د ګایا او اورانوس زوی تیتان و.

 ایفیالیتس (Ephialtes) تیتان و. د ګایا او اورانوس زوی و.

ایروتوس (Eurytos) تیتان و.

دېونیسوس (Dionysos) د زیوس او سمله زوی و. دی هم د یونان په اسطوره کې د یونان خدای ګڼل کېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *