زموږ په پښتنی سیمو کې به چې یو چا، یو ځای ته ډیر تګ او راتګ وکړ، نوخلکو به ورته ویل چې (څه کڼی دې جال کړی؟ ) د کڼی جال کول د هغو وړینو تارونو سمول او سپخول وو چې (دوړ) ماما به ټغریا ګیلم ترې اوبده – دوړ ماما مې ځکه وویل چې دوړان به زموږ سیمو ته په پسرلی کې له وردګو راتلل .

نورو کسبګرو، چې زموږ د کلیو او بانډواړین کارونه به يې مخ ته بیول او د ژوند څرخ پرته له هغو نه څرخیده، داسې به ورته نغوته وکړو:

 نایی (ډم ) : دسرویښتان ، ږیره خریل ، دتخرګونو سنت خریل ، دخیرات اوواده پخلی، په ودونو او حشر کې دکټه ډول غږول ، دخیرات اوودنودبلنلیکونو ویش ، له ولس نه دټغرونو ،لیمڅیو راټولول ترڅو رابلل شوی پرې کینې ، دماشوم سنتول ، دغاښ ویستل ، دنکریځو په شپه دزوم لاس په نکریځو سره کول دنایی دندې وې .

روایت داسې دی چې زموږ دهیواد په جنوبی اوختیځو سیمو کې به چې نایی موړ (مالدار) شو نو ولس به راولاړ سو اودهغه کور به یې چور اوتالان کړ – اولامل یې هم دا ګڼل کیده چې نایی کله موړ شی نو بیا دولس خدمت نه کوی .

سوداګر (بنجاره ) : دنداسه ، بنګړی ، رانجه ، کجل ،کروشنیل ، انګشتانه ،تار اوستنې ، رختونه ( سان – تافته ، چیټ ، الوان ، صندوف ،قناویز، بخمل (، نکریځی ،سرخی ، رجلومې ، چورمه ، سنډ اونور توکی به دده په خورجین کې موجود اودی دکلی محرم سړی وو ځکه ټولې زنانه به ترې راچاپیره وې .

کلال : چې اکثره داستالف له سیمې اویا دچار آسیاب دخیر آباد نه راته خاورین لوښې لکه کټو ، واړه او غټ منګیان ، کوزه ړیانې ، سرایی ، کورت مال ، خمیردان ،استالیفی خټینې کاسې ،خاورین غړک به یې په آسونو بارراوړل .

پتره ګر : په پخوا زمانو کې شیشه ی لوښی دومره نه و د(جانان )غوری ، (ګردینر) چینی چاینکی او (بلغمی) چینی پیالو ډیر ارزښت درلود َ سره له دې چې   په کابل کې دشاکر دچيني جوړولو فابریکه په کار ولویده َ خو په خواشیني سره زموږ فیشنی خلکو دخپل وطن محصول اخیستلو فرهنګ نه درلود نو کله به چې هغه قیمتی چینی لوښی مات شول نو بیابه یې ټوټې ساتلی ، کله به چې بتره ګر کلی ته راغی بیابه دچینی لوښوکتار دجومات په سوپه دپتره ګر مخې ته جوړ وو(چینی مات شوی لوښی به یې پتره کول ) ، پترګر سرنده غوندې یو تارینه آله چې دنداف ډانډس ته ورته وه دهغې په څرخیدو به یې دچینی ټوټه سورۍ اوبیا دهګې ژیړاو چونه به یې سره ګد او دیوې کوچنۍ ټوټې حلبی په واسط به يې چینی سره کوشیر کړ.

نداف یا مالوچ ټکونکی : نداف دلوی تنبور یا دمبورې غوندې ماشین درلود چې ډانډس یې باله اویووزمین بوتل غوندې (بلا غونډ ) یې هم لاره چې په هغه به یې دډانډس په څرمنیز تارکې بند شوی مالوچ ټکول دانداف کوم وخت هزاره جات ته تلی وو کله چې قضای حاجت سره مخامخ شوی نو خپل ډانډس یې کوم دیوال ته تکیه کړی درولی او خپله رفع حاجت پسې تلی وو دو هزاره ګان چې هیڅ وخت یې ډانډس نه ولیدلی راپیښ شول حیرا ن پاتی  ول چې دا څه بلا ده ؟یو بل نه یې وپوښتل چې ( این چزغ بلایه ؟ ) هغه بل ځواب ورکړ ( نه انسه نه جنسه + دمبوره ، دمبورې خرسه ).

مسګر ( مسین لوښی چې به زنګ وهلی وو ، هغه به یې سپینول ) پخوا وختونو کې دکور اړین لوښې مسین وو لکه چلمچی ، کوزه ، پتنوس ، غوری ، مجمې ، داوبو څښلو جام ، چلم ، اونور په کال کې به دوه ځلې مسګر سیمې ته راپیښ شو اوبیا به دلوی جومات دسوپې پر سر دمسګر مخې ته دمسی لوښو کتار جوړ سو – مسګر ته به کلیوالو په نوبت سره ښه ډوډۍ راوړه  اوشپه به یې هم په لوی جومات کې وه .

خادم :(هغه هزارګی چې دژمی له خوابه یې جومات توداوه )

کلونه ، کلونه پخوا زموږ هیواد کې ملی یووالی او دقومونو ترمینځ مینه دومره حد پورې وه که چیرې یو هزاره ورور به پکتیا ته ولاړ نو هغه میلمه وو او هیچا ورسره کار نه درلود ، داسې نقل کا چې  : دو هزارګانو دسوداګرۍ په خاطر پښتني سیموته سفر درلود ،دوی باندې شپه راغله ، نږدې دپښتنویو کلی ته ورتاوشول ، خلکودویالې برغاړه اودس نیاوه او پرجومات ورننوتل ، هزاره ګانو یو بل سره مشوره وکړه ، (اودس به وکړو وروسته له مانځه به شپه همدې جومات کې تیره اوبیا به سبا دخیره سره ځو ) دواړو اودسونه وکړل اوجومات ته ورغلل – هغه یوهزاره چې لږ سپین ږیری وو دملا صاحب تر شا په صف کې ودرید – خولکه څنګه چې دی شیعه وو نو لاسونه یې زوړند لمونځ یې کاوه ، یو شوخ ځوان چې دده شاته په کتار کې ولاړ وو دهزارګی دارقم لمونځ یې خوښ نه شو کله چې  هزارګی سجدې ته ولاړ  نوځوان لاس وراوږد کړ اودهزارګی ډګه یې ونیوله ـ هزارګی خوار فکر وکړ چې ګواکې سنیان په لمانځه کې همدادود لری ، هغه هم لاس اوږد کړ اوملا صاحب یې له ډګوراونیاو- ملا په سجده کې وارخطا شو او غږ یې کړ چې ( خوسې که ! ) هزاره ګی وویل (خوسکه ، موسکه ره نه موفموم ، اګه یله موته ، مم ایله مونوم ،ورنه ایله نه موتوم ) نوربیا .

عبدالرووف لیوال 

یادونه ! که مې بې ادبی کړی وی ما وبخښی ، ځکه نور د جګړوخبرونواو سیاسی لیکونو ستړی کړم او کوم ځای یې هم ونه نیوه.  خدای اوخندامومل

3 thoughts on “هیرشوی کسبګر- نوستالژی/ عبدالرووف لیوال ”
  1. ښاغلی لیوال صیب ډېر په زړه پورې او خوندور مطلب او عین ادب وو، خدای شته زما ډېر خوښ شو. که امکان وي داسې خوندور مطلب نور هم ولېکه ، له یوې خوا به پخواني یادونه را تازه شي او له بلې خوا به لږ تفریح هم ورسره وي ، دپښتو ژبې اصیل لغاتونه او متلونه ، کیسې به هم خوندي شي.

  2. ښاغلۍ لیوال صیب! په قلم د برکت د زړو خلکود طبعی برابره لیکنه د کړیده، پدی هیله چی د وردګو دوړان اوهزاره خادمان یی د اوسنی ژبنی ،سمتی، مذهبی ….اودیته ورته د بیلتون په تله ونه تلی،ددی لپاره چی پښتوژبه خپلی بډاینی ته بیرته ورستنه کړو نود پښتنی سیمو هغه لغتونه دلرغونتوب اووییپوهنی له مخی ښه اوکره وی بیرته دځوانانو ذهنونوته راولو.نوپه همدی موخه غواړم ستاسو هغه یو څو پورته راوړل شوی لغتونو(کورت مال ،انګشتانه او خاورینه غړک ) انډول چی زموږپه په بانډوکی رواج وو او زما په اند چی ستا سولپاره به نوی نه وی خو دلته یی وایم اودهغی په تر تیب (کورت مال= تغار،انګشتانه = ګوتمۍ او خاورینه غړک= ځګ) او بیا ځینی داسی نورهم شته چی اوس د کارولو څخه لویدلی پدی خاطر چی د تکنالوژۍ له برکته یی موډ تللۍ لکه بغرۍ=هغه د تیږی هاونګ چی شولي به یی پکی ټکولی یا سپینولي او غنم به یی پکی ورغاستی کول،بټل=د نسوارود تمباکود کوټلو او نسواروجوړولو د لرګی هاونګ).

  3. سلامونه
    یاره روف لیوال صاب! خدای دې خوشحاله او خندان لره او قلم دې هم تیرهء او نیغ اوسه!
    د هیر شوو کسبګرو خو بلا هم د اوسنیو روبوټي،فیسبوکي ا.د.ن. بیکاره پوډریانو نه ښهء ول (البته ټول نه ښییم)
    هزاره بیراران به اوس ، ډرونونو ته هم دمبوره خیرس وایی!هه هه هه.
    په درناوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *