د يوې څېړنې په پايله کې چې په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې په ۵۰۰ کوچنيو او مخ پر ودې شرکتونو شوې وه، روښانه شوې چې د څېړل شويو شرکتونو مديران په بې ساري ډول خپلې راتلونکې ته هيله من وو.
(عايد) مجلې چې د دې څېړنې پايلې يې خپرې کړې ليکلي، د شرکتونو د مديرانو هيله مندي د دې سبب شوې، چې کارونه يې لا ډېر ښه پر مخ لاړ شي او د کار و بار نوي فرصتونه ومومي.
دوی د ځینو پوښتنو په ځواب کې ویلي وو، چې خپلې راتلونکې ته هیله من دي، کارونه يې سم پر مخ روان دي او ډاډه دي چې خپلو موخه ته به و رسېږي.
هیله من اوسئ
۱- هره ګړۍ د هغه څه په اړه، چې غواړی تر لاسه یې کړی، فکر او خبرې وکړئ. هیله منو کسانو ته نړۍ له فرصتونو ډکه ښکاري او تل په دې اړه فکر کوي، چې څنګه خپلې هیلې پوره کړي.
۲- هڅه وکړی، تل په ښو پسې وګرځی، هیله من کسان د هرې ستونزې په منځ کې حل لاره هم ویني. دوی وایي، که مشخصه موخه ولری کولی شی د رسېدو لپاره ورته لاره هم پیدا کړی. د هیله منو کسانو بله ځانګړنه دا ده، چې که هغوی په ناسم لوري هم روان وي، هڅه کوي خپلې ګټې خوندي کړي.