یوه څېړنه چې په ۲۰۱۳ کال کې پر ۵۰۰ کوچنيو مخ پر وده شرکتونو باندې شوې ده او پایلې یې په (درامد) مجله کې خپرې شوې دي، په ګوته کوي چې د دغو شرکتونو مدیران په بې ساري ډول راتلونکي ته هیله من ښکارېدل. د دوی دغه هیله مندي د دې لامل شوې وه چې کارونه یې نور هم ښه پر مخ ولاړ شي او نوې انګېزې را وټوکوي.
دوی د ځینو پوښتنو په ځواب کې ویلي وو چې موږ خپلې راتلونکې ته هیله من یو، کارونه مو سم پر مخ روان دي او ډاډه یو چې خپلو موخه ته به رسېږو.
هیله من و اوسئ
۱- هره ګړۍ د هغه څه په اړه چې غواړئ ترلاسه یې کړئ، فکر او خبرې وکړئ. هیله منو کسانو ته نړۍ له فرصتونو ډکه ښکاري او تل په دې اړه فکر کوي چې څنګه وکولی شي خپلو هیلو ته ځان ورسوي.
۲- هڅه وکړئ تل په ښو پسې ورګرځئ، هیله من کسان د هرې ستونزې په منځ کې حل لاره هم ویني؛ دوی وایي که مشخصه موخه ولرئ کولی شئ د رسېدو لپاره ورته لاره هم پیدا کړئ. د هیله منو کسانو بله ښه ځانګړنه دا ده چې که هغوی په غلته لاره هم روان وي، هڅه کوي خپلې ګټې په کې خوندي کړي.