یکوال محمداکبر حقمل

هیله او موخه دوې بېلابېلې موضوع ګانې دي، چې هره یوه یې بېلې بېلې ځانګړنې لري. هیله هغه څه ده، چې موږ ژوندي ساتي یعنې که چېرې هیلې شتون نه درلودلای، نو ژوند به نه وو، حضرت محمد«ص» وايي: که هیله نه وای نو مور به زوی نه وو زېږولای او چا به ونه نه پېژندله نو له دې خبرې څرګندېږي، چې هیله ژوند ده. تر څنګ یې بیا موخې ته د هغه څه نوم ورکولای شو، کوم څه، چې ژوند چلوي، روښانه کوي یې او په کې انسان بریاليتوبونو ته رسوي ځکه موخه د ژوند انرژي بلل کېږي. هیله به مو په تمه کړي، هیله به درته ډېر بڼونه شنه کړي، خو خوښي نه شي کولای. د خوښۍ کلي یوازې او یوازې موخه ده؛ نه هیله. هیله مو غولوي، فرېب او چل درکوي او وخت مو بې ځایه لګوي، خو موخه مو هغه څه ته رسوي کوم څه، چې غواړئ. که غواړئ په تمه او په همدې شته حال کې پاتې شئ، نو یوازې او یوازې تشې هیلې غوره کړئ او تل هیلې کوئ! که چېرې غواړئ په ژوند کې مو هغه اړین بدلونونه راشي کوم، چې غواړئ او ورته له کچې زیات اړ یاست، نو هیلې مو پر موخو بدلې کړئ! هر کله مو، چې خپلې هیلې پر موخو بدلې کړې، بیا باید هغه اړین کارونه ترسره کړئ کوم مو، چې ریښتینې بریا ته رسوي؛ لکه کاري ورځنی مهالوېش جوړول او سمه پرته له کومې تېروتنې ګټه ترې اخیستل یعنې داسې ګټه ترې اخیستل، چې کوم وخت مو د نن ورځې کار سبا ته پاتې نه شي او هغه ډول په کیفیت سره کار کول، چې کار مو بیاځلې د سرته رسولو اړ نه وي. دا ټکي که هر چا په نظر کې ونیول نو بریا یې حتمي. محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *