(ژباړه)
درېيو تنو د روغتون پاڼې په لاس كې نيولې وې، ډاكټر د معايناتو د پايلې پر اساس درې واړو ته وويل، چې په لاعلاجه ناروغۍ اخته شوي يى؛ داسې ناروغي، چې د ژوندي پاتې كېدو اميد مو نشته، په راتلونكو څو ورځو كې به ستاسو عمر پاى ته ورسېږي.
دوى په خپلو كې په دې اړه خبرې كولې چې د ژوند په پاتو ورځو كې به څه كارونه كوي.
لومړي وويل:
زه تل په سوداگرۍ بوخت وم، اوس چې گورم، ما د خپل ژوند حتى يوه ورځ هم په ساتېرۍ او استراحت نه ده تېره كړې. دا چې پوه شوم د عمر مې يوازې څو ورځې نورې پاتې دي نو غواړم، ټوله دارايي او پيسې مې په همدې څو ورځو كې مصرف كړم او د دنيا له خونده خبر شم.
غواړم داسې ځاى ته ولاړ شم چې تل مې يې د تلو هيله درلوده. هغه كالي واغوندم چې مې غوښتل، خو تر اوسه مې نه دي اغوستي. كوم كارونه مې چې د ډېرې بوختيا له امله نه دي كړي، اوس يې ترسره كړم او هغه خواړه وخورم چې تر اوسه مې نه دي خوړلي.
دويم وويل:
ما هم يو عمر په سوداگرۍ تېر كړى او له خپلو خپلوانو ناخبره پاتې شوى يم، لومړنى كار چې كوم یې دا دى چې خپل پلار او مور ته ورشم او دوى كور ته راولم، څو دا پاتې څو ورځې د دوى، ماشومانو او مېرمنې تر څنگ مې تېرې كړم .
زه به خپل ټول دوستان او خپلوان ووينم او ښه وخت به ورسره تېر كړم؛ غواړم د شتمنۍ نيمه برخه مې په ټولگټو او ښو كارونو ولگوم او نيمه نوره يې خپلې كورنۍ ته پرېږدم چې زما تر مرګ وروسته له بېوزلۍ سره مخ نه شي.
درېيم وويل:
زه ستاسو په شان لا تر اوسه هم نه يم ناهيلى شوى او له ژونده مې خپل اميد نه دى پرې كړى. زه غواړم كلونه عمر وكړم او له ژونده خوند واخلم.
لومړنى كار چې زه يې غواړم ترسره كړم دا دى چې خپل ډاكټر بدل كړم او نورو تجربه لرونكو ډاكټرانو ورشم… زه غواړم ژوندى پاتې شم او تر ډېره ژوند وكړم.
هره ژباړه چې لیکوال یې مامعلوم نه وي، بې ارزښته ده. که دلیکوال نوم نه وي هغه لیکنه د باور ود نه ده
په ډېرو مواردو کې ژباړونکي د دې دپاره د لیکوال نوم نه لیکي چې پر خپله ژباړه باور نه لريږ
هیله لرم چې زما دا تبصره تاند خپره کړي او نور ژباړونکي دې ته متوجه شي چې باید د لیکوال نوم ولیکي
مننه
وږمې جانې ډیره مننه، ښکلې ژباړه ده۰ په هر څه کې هیله ښه کار ده۰
په زړه پورې مطلب وه زما سره خودې مرسته وکړه ستاسو څخه مننه