دې غږ راته نوره ساه هم راکړه ، چې دکانکور ازموینې د حقیقي هیندارې په څېر داسې بڼه غوره کړې چې هر کس په کې خپله راتلونکې د ازموینې د روڼ والي په پار ویني، له ښه مرغه د( ۱۳۹۴ ل ) کال دلوړو زده کړو وزارت رهبرۍ داځل دافغان ولس مشر په همغږۍ اوټینګه همکارۍ دکانکور ازموینې دپاره دپوهنیار احمد جاوید رسولي په مشرۍ ،دقدرت الله مجید په مرستیالي دپوهنوال عبدالقدیر خموش په مټ اوسالمو مشورو، د پوهینار عبدالرحمن عثماني، شنیزي صاحب ، اندړ صاحب استاد نورالهدا ، استاد عبیدالله ، استاد غلام محمد او نورو هڅاندو استادانو په غړیتوب سره یې داسې وړ، ځوان او داسې کاري ټیم وټاکه ، چې شېبه په شېبه دافغاني ټولنې د پوهنیزې اړتیا هیلې په وړتیا ، عدالت ، او مسولیتي درک سره پوره کوي دا ازموینه هغه غږ دی چې دافغاني ټولنې درغښت اوبریمنتیا هنګامې له ځانه سره وړي ، تر ټولو مهمه داده ، چې فکر یې دسبیل الله پلیونی کړ ، هغه څوک چې څه ناڅه اقتصادي ستونزې لري په دې ډاډ من دی ، چې ماته به خپل حق په خپله پوهه او وړتیا غیږه راکوي داتشویش نه لري ، چې زما مسلم حق به دنورو زورواکو ، بډایو اوبلواکو لاسو ته لویږي ، اوهغه کس چې دزده کړې وخت یې په لوبالي مسایلو تیر کړی نور نه شي کولای ، چې زیاتې پیسې ، زور اونور ناعاقلانه کړنې دده راتلونکی سرنوشت وټاکي .
هر کس چې په کلي درک سره خپل مسولیت اداکړي ، نو دخپلې دندې داجرادپاره دحق په لېوالتیا وردانګي لله الحمد دکانکور ازموینې داوسنۍ پروسې کړنلاره له مودو نه دخلکو هیله وه ، چې اوس دځوانو ، ټکړه ، روڼ اندو اوبامسولیته استاذانو په مټ دپوره کیدو زیری راکوي ، چې په رهبري یې دځوان استاد پوهنیار احمد جاویدرسولي په لاس کې ده طبعي ده کله چې دځوان نوم واور و وار له واره مو د استقامت ، حوصلې ، وړتیا ، میړانې او بریمنتیا درنې کلمې د ذهن دروازه راټکوي او دا ناره یې له خولې څخه راوځي :
هغه ځوان چې دوطن په درد کړیږي
که سل ځله په مخ لویږي پورته کیږي
ماترې سل ځله قربان اوصدقه کړي
چې دمرګ په پوله ناست وي لا خوځیږي
پاتې دې نه وي ، چې دکانکور ازموینې ځوان ، روڼ اندی اوهڅاند ټیم دهیواد دمشرانو استادانو دلاسو نو هغه ثمره ده ، چې نن افغاني ټولنې ته درغښت په پار ورکول کیږي ، له ټولو نه منندوی یو ، خو هیره دې نه وي چې اوسني ځوان استادان واقعاً دټولنې دپوهنیز پرمختګ دپاره مټې رابډوهلې نه پریږدي چې افغاني ټولنه په پټّه خوله دتاترین کندې ته دغورځېدو لپاره دبل پسې لاړه شي دهغه شاعر په خبره ورته دتسلیت پیغام ورکوي :
پټه خوله چې ځې دبل په لاره ته به پاتې یې
ستن به ځان ایستلی وي خوتاره ته به پاتې یې
داچې موږ هم دکانکور اخیستونکوملګرو ملګري یو، غواړم هغه عیني تاثرآت درسره شریک کړم کوم چې دکانکور ازموینې په بهیر کې دخلکو اوباسواده قشر لخوا مو اوریدل داځل مو دکابل نه تر فاریاب پورې دیوه اوږده سفر جریان د دوو ولایتونو فاریاب اومزار شریف دکانکو راخیستنې دی .
دلوړو زده کړو وزرات شپیټه کسیز داستادانو روڼ اندی ټیم فاریاب ته دازموینې اخیستو دپاره اماده کړ له ښه مرغه په یاد سفر کې مو د ډېرو ځوانو ، هڅاندو اوبریمنو استادانو څېر ې ولیدلې ، چې په لیدلو سره یو بل ته ساه ورکوله دپلازمینې کابل نه سهار وختي دهیوادنۍ مینې په پار له خوږ ویار انو سره په سالګونو واوښتلو او داهنګامې مې خولې ته راتللې چې :
نه په ځمکه باوري نه په اسمان یــــم
زه که ځان یم په یارانو باندې ځان یم
دسفر د ډېریو استاذانو سره مې له نژدې لیدلي وو ، ځینې مې پېژندل ځیني نه ؛ خو دهغه استادانو په ټولنیزو کړو وړو ، اخلاقو او ژمنتوب کې به دکانکور پروسه او ددغه اوږده سفر تاثرات درته وړاندې کړم چې په فاریاب کې مې دخونې ملګري وو ، دیادو استادانو له جملې څخه پوهندوی محمد خان حیدري دکابل پوهنتون دساینس پوهنځي هغه استاد چې له دېرې چوپتیا یې دروني احساسات په سبیل الله سترګګونه وهل شېبه پر شېبه یې په خپلو معصومو سترکودهېودا دپرمختګ ، سوکالي په پار سترګې راړولې ، دیاد پوهنتون دساینس پوهنځي بل تکړه ، هڅاند اوځوان استادښاغلی پوهیالی نویدالله هاشمي دالفت صاحب هغه خبرې ته په پام کولوسره چې خبره مونثه ده ، څومره چې پټه وي دومره اثرمنه وه دخپلې خوږو خبروامیلونه جوړول ، وار له واره به یې دکاروان صاحب دابیت راپه زړه کړ ، چې :
ستا وړ ې وړې خبرې مې خوراک دي
شین طوطي یمه شکرې مې خوراک دي
په کږه خولۍ مې ګوره غلط نشې
هغه توره یم چې زغرې مې خوراک دي
خوږ مزاجه ځوان استاد ښاغلي هاشمي صاحب به تل دمجلس چوپتیا په اثرمنو خبرو او خندا ماتوله ، دیاد پوهنځۍ دګلانو استادانو له ډلې څخه بل رون اندی ښاغلی محمد خالد ستور ی او محمد اجمل خیشکي به ددغه اوږده سفر ستړیا په شوخ اوپوهنیز مزاج لرې کوله ، دهیواد دپرمختګ او دکانکور داوسني روڼ بهیر له وجې به یې په په شونډو کې موسکا ټوپونه وهل، زما دیوې خونې ملګري پوهنیاراحمدغیور یوسفزي دپکتیکا پوهنتون داسلامي ثقافت دڅانګې آمر په دغه اوږه اونه ستړي کیدونکی اودهیوادنۍ مینې په مست سفر کې زموږ ملتیا کوله ، اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتیا او دروناوي سره په هر لمانځه کې موږ دامام په څېر منلی وو او دالله اکبر په لوړه ناره به موږ سرونه ورسره سجدې ته وړل او داهنګامه به مې تل سترګو ته دریدله ، چې :
په مینه پایو مینه وي راسره
وجود مو ټول سجدې ته وړي راسره
دا رڼایي مو تر اسمانه یوسي
ستوري چې لاره باندې خي راسره
سفر اوږ د خو دخوندونو ډک وو ، ځکه چې دخپل هېواد ګردونه به مو په مخ پراته و ، هغه هم په دې خاطر چې دکانکور دغه شفافه پروسه په سمه توګه ترسره شي .
دسفر په اوږدو کې دباختري مدنیت ( اوسني بلخ ) له څنډو څخه تیر شو،دمزار ، جوزجان اوفاریاب پراخه پراخه دښتوشین زمردي رنګ خپل کړی وو ، چې ښکلاګانې یې دکنړ او یاهم دتور غر اوسپین غره په څېر پنډېدلې او له مخ نه به یې ښکلا دارې وهلې ، دیادو زمردي رنګه دښتو په منځ کې اوس هم دیوې دښتې نه دوړو وړو سلګیو غږونه اوریدل کیدل ، چې دیوه کس لخوا په کې بې شمیره ګلان خزان او تر خاورو لاندې شوي وو ، وار له واره راته دشاعر هغه خبره راپه زړه شوه
دشتې لیلې ورور مې رالیږې که نه ………
د دشتې لیلې په خواکې نورو دښتو په ګډه سره دملامتۍ په خاطر دخپلو شنواو ارغواني ګلانو مخونه دظالم نه اړولي وو او په ټیټ غږ به یې ویل ، یاخدایه ! نور په دغه ملک کې دظالم لوړ غږ په موږ مه اوروې ، نورې دغه بدرنګې څېرې راباندې مه وینې هر وګړي ته به دغه پراخه سیمو او دښتو دهیوادنۍ مینې خوږ درس ورکاوه ، طبعي ښکلا یې له ډېرې چوپتیا دارامۍ بریمن باد له ځانه سره وړلو ددولت اباد دولسوالۍ نه دمیمنې په لور داسې زمردې اوشنې پوښتې اوغونډۍ موجودې وې چې کاڼو ته یې په خپله غیږه کې ځای نه وو ورکړی اوهر دهقان به په ورین تندي دپوښتې ډډه په غوایانو یویې کوله ( اړوله ) ، داچې دخاورو تپو دومره احساس له ځانه سره لرلو چې مضر کاڼي یې په غیږه کې نه ساتل نو ولې دپنځو حواسو څښتن انسان د هیواد دورانۍ دپاره کاڼي ته لاس کوي او دخپل زړه نه تور کاڼی جوړو ي د درویش دراني داخبره یې سترګو ته نه دریږي چې وايي :
هسې نه چې زما زړه هم داسې کلک شي
پراتـــــــه کاڼي ته خو نه وروړم په دا لاس
دیادو سیمو دخلکو ژوند نو ر ابتدایي وو خو د ( ۲۱ مې ) پېړۍ دغرب تود باد ورسره ملی وو ځکه دهر کور په سر دېش انتنې لګول شوې وې ، افسوس داچې کاش دکوټوچتونو یې دکومبتو په څېر نه وای ، ځکه چې ګومبتوجوړول دیوه مقدس ځای دجوړیدو نښه ده ، منم داچې دوی به دیوه ضرورت په اساس داکار کړی وي ، ځکه په یادو سیمو کې دچت لرګۍ یو قسم چنجۍ وهي خو اسلامي ارزښتونو ته په پام نیولو سربېره دګومبتو په سر د دېش انتنو لګول بیخې بې خونده ښکاریدل ، چې دګڼو کورونو په سر د نني الوتې دیموکراسۍ آله اېښودل شوې وه .
ماښام ناوخته دصمیمي ملګرو او دلوړو زده کړو وزارت دهیئتي ګروپ سره میمنې ته ورسیدلو ، چې دفاریاب پوهنتون ریس دکوربه په څیر زموږ خوږ هر کلی وکړ اومخې ته په موټر کې راغی ، دهغه پسې پله په پله دپنځو ورځو دپاره داسې هستوګنځي ته ننوتو کوم چې دامریکې په مالي لګښت دنجونو دلیلې دپاره جو ړشوی وو ، خورا ښه امکانات یې لرل داستانو خورا حوصله په کې پراخه اوطبعیت جوړ شو ، خو دشپې لخوا مو چې سرویږدي ته پام شو چې دامریکې بیرغ په هر یوه لګول شوي وو ، خدای شته زموږ دخونې شپږ کسیز ملګري يې ناراحته کړل، ټولو به له ځانه سره وویل چې هر ملک خپلو موخو ته درسیدل لپاره ډېرې پیسې مصرف کوي ، ما ته په یاد بالښت خوب نه راته وار له واره مې دامریکې بیرغ وشلوه لرې مې وغورځاوه له ځان سره مې وویل چې ددې ځای خلک داڅنګه تحمل کوي چې خپله خور اولور دې دامریکې په بیرغ باندې خوب وکړي ، که دوی داکار دهغوی دخوشحالۍ دپاره کړی وو ، څه کیدل چې دافتتاح نه وروسته یې دټولو سر ویږدونه دابیخي شکولي وای ، داچې امریکه خپلو ناوړه موخو ته درسیدا په پار له بېلا بېلو لارو نه کار اخلي موږ څه بلاوهلي یو چې خپل روڼ هدف ته درسیدا لپاره دوی ته چل ورکړو ، که یوه ګولۍ یو نفر له منځه یوسې دومره لویه خبر نه دي خو که فکر اوذهنیت خراب شي ټولنه دتوپ خولې ته تړي ، نوو لې هغه ولس چې دافغان نوم ځان ته ورکوي اوښه هم پرې نه لګي داټولنه دیووېشتمې پېړۍ اور ته ورټیل وهي
ددې نه سربېره دفاریاب میلمه پالو خلکو زموږ خور ا دروند هرکلی او دکانکور دحق پلوې پروسې ټینګ ملاتړ وکړ په یاد ولایت کې دهلکانو سربېره ( ۲۰۰۰ ) نجونو دکانکور ازموینه ورکړه چې دټولو شمیر تقریباً (۷۰۰۰ ) تنو ته رسیدلو .
فواد دکانکور یوګډونوال وو ، دازموینې په لومړۍ ورځ یې راته وویل :
ــــ استاد امسال بسیار خوش هستیم که حق به حق دار مرسد ، باور کو استاد حالم بعضې اشخاص است که تصمیم نقل کردن از راهای مختلف دارد ، اما از شما و وزارت تحصیلا عالي سپاس ګذار هستیم که برای اخذ امتحان تدابیر بسیارګسترده دارید تاحق هیچ کسی راتلف نشود .
په همدغه ورځ مې دبل کس نه واور یدل ، چې دتیرو کالو دکانکور ازموینې په فکر کې صحنې ته راغلی وو :
استاد حال من چطور کنیم ، درس نخواندیم ، سه روز میشود که زمینه نقل برای خود میسازم ، لین های ګوشګي را درچمپر تیر کردیم ، سه مبایل پیش خود آوردیم ، حال شما تمام چیزا از پیش من ګرفت .
ورته ومې ویل : جوان قند امسال برای هر کس فورم علاید ه جور شده ، هیچکس نمتواند که ازیک دیګر نقل کند و صحن امتحان از راهای مختلف مختل بسازد .
جوان ګفت : استاد ! توکل بخدا سیاه کردن ورق جوابات توکلي شروع کردیم که چې جور مېشود .
لنډه داچې ددغه ملي پروسې په شفافیت باندې دافغانستان ټول ولس خوښ ښکاري ، هیله لري چې همداسې تر پایه پای ته ورسي .
په فاریاب کې مو دازموینې اخیستلو وروسته بله ورځ دمزار شریف دکانکور اخیستې په تکل بېرته بلهیکاته دسفر نیت وکړ مخکې له دې موږ په یاد ولایت کې دکانکور په ازموینه پیل کو د وزارت نه پنځوس کسیز ګروپ مشرانو استادانو سره ملی مزار
ته رارسیدلی ؤ کارتونه یې ویشلي ؤ دسبا ورځې دپاره دلوړو زده کړو وزرات ( ۱۲۰ ) کسیز ګروپ په پوره ژمنتیا سره دازموینې اخیستلو دپاره دمزار شریف دپوهنتون په دروازه ورننوتل ، دغه پروسه دنورو ولایتونو په څير په شفافیت په دغه ولایت کې دویمې ورځې ته ورسیدله ، د دریمې ورځې دپاره مو پوښتنپاڼې نه لرلې هغه دچا خبره دلوړو زده کړو وزارت دچټک غبروګون قوې غوندې دشپې په ستړي سفر کې دساینس پوهنځي داستاد عبیدالله پر مټ ددریمې اوڅلورمې ورځې پوښتنپاڼې خپلې معین نېټې ته راورسول ، داچې ښاغلي استاد عبیدالله شپه په وېښه اوسفر کې تیره کړې وه د ورځې به یې هم هیوادۍ مینې په سترګوکې دبې خوبۍي سرې لمبې له ځانه سره وړلې ، خوږ مزاجه استاد له دغه زحمت څخه خوند اخیستوځکه چې دهېوادنۍ مینې تومنه په کې ګډه وه .
په مزار شریف کې مو دڅلورو ورځو ازموینې اخیستلووروسته دکابورا ( کابل ) په لور حرکت وکړ دشپې په دریو بجو دلوړو زده کړو وزارت په دروازه داستادانو موټر ورننوتو، دغه شپه مو په ویښه سره دسالنګونو په اوږدو تونلونو اوتنګي تاشقرغان اوبغلان دسره کوتل په اوږده لاره تیره کړه ، ټول استادانودشپې خوبولې سترګې دالله اکبر په لوړه ناره په ورځ کې وغړولې اودخپلو کورونو په لور خواره او دازمزمه به یې له ځانه سره وړله .
په حالت دعاجزۍ مې غلط نشې
هغه کاڼی یم چې غره ومه ساتلی
ځار له خدایه ځار له داسې پېرزوینې
چې ستامینې ته یې زه ومه ساتلی
( حکیمي )
—————————-
د ټایپ له اصولو:
کامه (،) په کلمې پسې بې سپېسه یا بې فاصلې راځي. داسي: کابل، مزارشریف او هرات. ناسم (کابل ،هرات…)