د دنیا نقشه

په نړی کي د اقتصاد له لحاظه درې ډوله هیوادونه دي، ۱- پر مختللي،۲- نیمه پرمختللي (متوسط) او ۳- پرمختیایي (وروسته پاته) هیوادونه.

۱- پرمختللي هیوادونه هغه دي، چي د هیواد د پرمختګ لپاره یي سلګونه کلونه زیار ایستلي وي، د هیواد د پرمختګ لپاره یې قوي سیاسي او اقتصادي پلانونو جوړ کړي وي، په همدې پلانونو یې کلونه کلونه کار کړی وي، تر څو ددې پلانونو په تطبیق سره د خلګو په ژوند کې مثبت بدلون راسي، د هیواد اقتصاد يې همیشه مثبت لوري ته روان او تل د خوځښت په حال کي وي. پرمختللي هیوادونه هغو سکټرونو ته زیاته پاملرنه کوي، چي دوی ته ډیر عايد په لاس ورکوي، د بیلګي په توګه جاپان ځکه صنعت ته ډیره پاملرنه کوي، چي دوی ترې ډير عاید لاس ته راوړي، په پرمختللو هیوادو کي یواځي په سلو کې لس کسه په زراعت کې اخته وي نور ټول په صنعتي سکټور کې لګیا وي.

۲- نیمه پرمختللي یا متوسط هیوادونه: دا هغه هیوادونه دي، چي د ډیرو هڅو په حال کي وي، او د پرمختګ لپاره قوي اقتصادي پلانونه جوړ وي، دا هیوادونه هڅه کوي چي ډیر ژر ځانونه د پر مختللو هیوادونو په قطار کي راولي، صنعت ته انکشاف ورکړي او د قوي اقتصادي پلانو څخه استفاده وکړي.دا هیوادونه هڅه کوي چي د بهرنیو له سیاسي او اقتصادي چالونو څخه ځان وساتي. په دي ډول هیوادونو کي تقریباُ تر نیمایې لږ کسان په زراعت کي لګیا دي او نور په صنعت کې مصروف وي.

۳- پرمختیایې هیوادونه (وروسته پاته هیوادونه): هغه هیوادونه دي، چي اقتصاد یې ساکن وي، ډیر عاید له زراعتي سکټور څخه په لاس راوړي، صنعت په دې ډول هیوادونو کي ډیر کم وي، او واردات يې تر صادراتو زښته زیات وي، صادرات یې اومه مواد یا میوه جات وي، خو د نورو هیوادونو څخه خوراکي او د ژوند ډیر توکي له بهر څخه واردوي. دا ډول هیوادونه د پرمختللو په انحصار کي وي او د نړیوالو پرمختیایې هیوادونو د تجارت لپاره تود بازارونه ګنل کیږي.

   په هر هیواد کې د اقتصادي پرمختګ لپاره بیلابیل نظرونه، پلانونه او پړاوونه په ګوته کیږي. دوی هڅه کوي چي ددې ډول پلانونو په عملي کولو کي پرمختګ وکړي.

ارستو چې یو نړیوال عالم دی وايې: ټول پرمختللې هیوادونه په خپل اقتصادي پرمختیایي بهیر کې د پینځو پړاوونو څخه راتیر شوي دي، چي دا پړاونه عبارت دي له عنعنوي یا دودیزه ټولنه، د اقتصادي ټوپ څخه دمخه پړاو، اقتصادي ټوپ، د اقتصادي بلوغ پړاو او په لویه پیمانه د لګښت پړاو.

لومړي- دودیزه یا عنعنوي ټولنه:

د دودیزې ټولني اقتصاد په زراعتي سکټور باندي ولاړ وي، د تیرو نسلو په یاد کړو لاروچارو خپلي کرنیزې چاري پر مخ بیایي، په دي پړاو کي اقتصادي جریان ساکن وي، کوم نوښت نه تر سترګو کیږي، تقریباً 75 سلنه خلګ د زیاتو فزیکي کارونو په کولو د خپلو خیټو د مړولو لپاره کار کوي. صرف هغه خلګ د ډیر عاید لرونکي وي، چي پر کمزوري طبقه باندي حاکمه وي، خپل ټول عايد د کمزوري طبقې څخه په لاس راوړي او دا یو دودیز شکل لري.

2: له اقتصادي ټوپ (پرمختګ) څخه دمخه پړاوو:

په دې پړاو کې یو هیواد د پرمختګ لپاره اماده ګي نیسي، دا پړاو په منځنۍ پیړی کي د علومو په پرمختګ ، دنويو افکارو په مینځ ته راتګ او نوښتونو سره پیل شو. په دغه پړاو کې د کورنیو او بهرنیو بازارونو په پرمختګ سره د تولید په کچه کې څرګند بدلون رامینځ ته شو، په دې پړاو کي د پرمختللو هیوادونو لخوا وروسته پاته هیوادونه استعمار سول، د اقتصادي ګتو لپاره وکارول سول، د پانګونې په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغی. د ارستو په اند، که د پانګونې کچه د ملي عاید د لس سلنې په اندازه وده وکړي، نو دا د یوې سیمې د زیاتېدونکي نفوس اړتیاوې پوره کولای او هر ډول بدلون ته لاره هواروي. د پرمختللو هیوادونو د ډلې څخه انګلستان لومړنی هیواد وو، چې د پرمختګ د لومړي پړاو څخه تیر شو. دا اقتصادي ټوپ د درو برخو د پرمختګ له امله رامینځ ته کیداي شی، چي دغه درې ګوني برخي دادي: لومړی: د اقتصادي او ټولنیزې زیربنا رغول: په ځانګړي توګه د لیږد یا حمل او نقل د سیسټم رغول، چي د کورنیو بازارونو د پراختیا لامل کیږي. دوهم : د کرنې د لاروعصري کول.دریم : د هغو توکو د وارداتو پراختیا او زیاتوالی، چې د تولید لپاره خام مواد وي او یا هم د توکو د تولید لپاره کارول کیږي.

3- اقتصادي ټوپ (پرمختګ)

د اقتصادي ټوپ یا پرمختګ په مرحله کې، هیوادونه باید هغه سکټورونو ته زیاته توجو وکړي، چي تر نورو یې ګټه زیاته وي. لکه: صنعتي او خدماتي سکټورونه ، په خپلو کارونو کي زیات کار د ټیکنالوژي څخه واخستل شی، ارستو دي پړاو ته د انتقال پړاو هم ویلی دی، یعني دا هغه پړاو دي، چي یو هیواد له دودیزې بڼې څخه پرمختللې بنې ته اړوي، په دي پړاو کي یو هیواد باید لږ تر لږه له 50 څخه تر سلو کلونو دوام وکړي، تر څو له اقتصادي ټوپ څخه د بلوغ پړاو ته ورسیږي، د ارستو په اند د دي پړاو څخه د بریالي وتلو لپاره درې شیانو ته اړتیا ده: لمړی: د تولیدي پانګونې کچه باید د ملي عاید د لس سلنې په اندازه وي. دوهم: د یو ځانګړی او بنسټیز تولیدي سکټور وده باید د نورو په پرتله چټکه او تلپاتې وي. دریم: د سیاسي او ټولنیز ثبات او امنیت شتون دی، د پانګي د منظم بازار هم په دغه پړاو کې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین ګنل کیږي. ارستو وایي: په دغه پړاو کې د پانګې د تدارک دوه سرچینې موجودې دي، د مالیاتو له لارې د عایداتو د جریان بدلون، د کاروبارونو له لوري ګټل شوې پانګه. او همدارنګه غښتلی مدیریت هم اړین دی.

4- اقتصادي بلوغ پړاو: د ارستو په اند: دا هغه حالت دی چي یو هیواد په خپلو ټولو اقتصادي چارو، د خپلو اقتصادي منابعو په کارولو کې له پرمختللې ټیکنالوجۍ څخه کار اخلي، په دې پړاو کې د ملي عاید د لسو څخه تر شلو سلنې پورې بیرته، د پانګونې لپاره کارول کیږي، تر څو د زیاتیدونکي نفوس غوښتنو ته ځواب وویلای شي. دې پړاو ته لمړی لویه بریتانیا په 1850 م کال کې، ورپسې امریکا او فرانسه په 1910 او کاناډا په 1950 م کال کې، د اقتصادي پرمختګ تر دغه پړاوه ځانونه ورسول.

-5 د لوړ لګښت پړاو:

دا هغه پړاو دی، چي د هیواد وګړي، د ژوند د لمړنیو اړتیا څخه برخمن او دومره پیسې ولري، چي دهغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو څخه زیاتې وي. په دې پړاو کي د خلګو تقاضا زیاته وي، کله چي د یو هیواد د خلګو عاید ډیر سي نو طبعاً دوی زیات مصرف کوي، نو په دې حالت کي تصدی زیات کار کوي، ډیر عاید په لاس راوړي او د ډير تولید لپاره ډیر کاریګر په کار ګماري، دي پړاو ته امریکا تر نورو وړاندي په 1920م کال کې د پرمختګ دغه پړاو ته ننوتلې، ورپسې کاناډا ، جاپان او نور هیوادونه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *