د ۲۰۱۶ عیسوي کال د اګست د ۲۸ څخه تر ۲۲ د سپتمبر پوری می د کابل نه لیدنه وکړه. ما غوښتل چه د کابل د روغتونونو د عمومی حالت یوه ارزونه او په ځانګړي توګه د سرطان د ناروغانو د درملنې د اسانتیاوو په هکله څیړنه وکړم. د ډیرو کلونو راهیسي می دا آرمان درلود چه د ګران هیواد د ډیرو احسانونو د جملی څخه د وړیا طبي زده کړو یو څه نا څه قرض ادا کړم. په افغانستان کی د دوامداری جګړی او بلاخره د تباکونکی کورنۍ جګړی له امله مونږ ډیر تعداد د افغانستان څخه کډی کولو ته مجبور شو. مونږ ټول پرته له دی چه د کومی ایدیالوژۍ او لیاری پیروان وو د دی جګړی څخه تاوانی شوی یوو. زه له دی نه څه نا څه خبر یم چه زمونږ ډیرو افغاني صحي کدرونو په مختلفو وختونو کی افغانستان ته سفرونه درلودل او هغوی مختلفي لاسته راوړني هم درلودي مګر دا لاسته راوړني تیت او پرک او په زیاتو مواردو کی یې نتیجې دوامداره نه وې. ما هم شوق درلود چه د افغانستان د صحي سکتور سره مرسته وکړم او پدی ارتباط می په ۲۰۰۴ ع کال کی ننګرهار ته یو پنځه اونیز سفر درلود او تر هغه وروسته می هم څو واره د مرستي د امکاناتو د لټي په نیت لنډ سفرونه درلودل. په هغه وخت کی د یو طبي/جراحی ټریننګ پروګرام عملی کول ستونزمن کار وه او زه نه غواړم د هغه په عواملو باندی وغږیږم.
د یو سلسله مقدماتی څیړنو او تماسونو وروسته می دا ځل د اګست د ۲۸ نیټي نه تر ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۶ پوری د کابل نه لیدنه وکړه. د استقلال، وزیر اکبر خان، ابن سینا، علی آباد، کیور او بلوسوم د روغتونونو څخه می لیدنه وکړه او د نوموړو روغتونونو د رئیسانواو د جراحی سرویس د شیفانو سره می مفصلي خبری وکړي. په ابن سینا، استقلال او کیور روغتونونو کی می زیات وخت تیر کړ او د هغوی په عملی کارونو کی می برخه واخیسته او داکتر صاحبانو زما علاقمندی او د مرستی ارادي ته ښه راغلاست ووایه. همدارنګه می د صحت عامی وزارت د یو شمیر محترمو مسئولینو او د کابل د طبی پوهنتون محترم ریئس سره د روغتونونو د ستونځو د حل او په خارج کی د افغان طبی کدرونو د راجلبولو په باره کی خبری وکړی. د علی اباد په شمول د کابل د ټولو روغتونونو ستونځی څه نا څه یو شان دی. سامان آلات یې کم، زاړه او د سامان د حفظ مراقبت او ترمیم پروګرام وجود نه لری. د روغتونونو د مسلکی، تخنیکی او لوجیستیکی نوښت او تقویه کولو ته د شدید ضرورت احساس کیږی. افغانستان کی دوامدار جنګی حالت د دولت مالي منابع محدودی کړی دی او له دی سببه زمونږ صحي سکتور ډیری مالي ستونځي لری. ما ته دا هم معلومه شوه چه په افغانستان کی د سرطان د ناروغانو د علاج لپاره هیڅ اسانتیاوی نه شته.
د خوښۍ خبره ده چه اوس په دی وروستیو کی د افغانستان کانسر فونډیشن افتتاح شوی دی تر څو د سرطان د ناروغانو لپاره اسانتیاوی برابری کړي. د دی فونډیشن له خوا د جمهوریت روغتون په یو برخه کی د کیموتیراپی پولیکلینیک او ورسره داخل بستر وارډ خلاص شوی دی اوپه راتلونکی نژدی وخت کی به د جراحی لپاره هم امکانات برابر شی. زه دا اراده لرم چه د کانسر فونډیشن سر د جراحی په قسمت کی منظمه او دوامداره همکاری وکړم او د دی نه علاوه د نورو روغتونونو سره د سرطان د جراحی د تریننګ په هکله مرسته وکړم خو زه د نورو افغان هممسلکانو همکاری او مرستی ته اړتیا لرم. البته افغانستان کی په ټولو صحي ساحو کی د مسلکی کدرونو اشد ضرورت دی او هر ډول مرستی ته د قدر په سترګه کتل کیږی. په افغانستان کی د سرطان د علاج د کدرونو ډیر کمبود او په زیاترو برخو کی وجود نه لری.
زمونږ اکثره وطنداران کوم چه مالي امکانات لري د سرطان د علاج لپاره همسایه هیوادونو ( پاکستان, ایران, هندوستان) ته ځي او هغوی چه بیوزلي دی نو ناهیلۍ او پریشانۍ ته پاتی او د ناعلاجي نه خپل ژوند له لاسه ورکوی. په افغانستان کی د راډیوتراپی امکانات نه شته او د مکمل پتالوژی معایناتو امکانات هم نشته او ځنی معاینات خارج ته لیږل کیږی. د معیاري تشخیصیه وسائلو او د هغی د صحیح استعمال ظرفیتونه ډیر کمزوری دی.
د سرطان د ناروغانو د تداوی د بهتر کولو کار مشکل خو ناشوونکی کار نه دی. که مونږ یو بل ته لاس ورکړو او څه نا څه یو وړوکی ټیم هم جوړ کړای شوو نو مونږ به په دی کار کی لاسته راوړني ولرو. د دی کار لپاره مونږ ته دی جراحی, انکولوژی, پتالوژی, راډیولوژی, پالیاتیو میدسن, نرسنګ, پارامدیک,لابراتوار او داسی نورو متخصیصینو اړتیا ده. غیر طبی زړه سواندي افغانان کولای شی مونږ سره په نورو شیانو کی مرسته وکړی. زه فکر کوم دا یو ملی اشر دی او مونږ په ټولو افغانانو او په خاص ډول په طبی کدرونو غږ کوو چه هر څوک دی د خپل توان او امکاناتو په اندازه اخلاص وکړی. تاسو کولای شی مونږ ته ښی مشوري راکړی, هر کال یا هر دوه کاله وروسته او یا دا چه کله تاسو وخت ولري د یوی هفتی نه نیولی تر زیات وخته کابل ته راشي او کومک وکړی. دا چه زما مسلکی ارتباط د جراحی سره دی نو لدی کبله مو د جراحی او په خاص ډول د سرطان جراحی په پروګرام باندی د اقدام کولو اراده کړی ده , خو د سرطان نه علاوه مونږ غواړو چه د امکاناتو په صورت کی نورو ساحو کی هم ورته پروګرام عملی کړو. مونږ به کوشش وکړو چه د وزارت صحت عامی او د کابل طبی پوهنتون سره په همکاری کی د ستاسو د راتګ نه مخکی تاسو لپاره پروګرام اماده کړو.
مونړ غواړو چه دا پروګرام په دوه مرحلو کی عملی کړو:
۱. د هیواد د باندی د افغانی طبی پرسونل د نتورک جوړول داسی چه مونږ یو د بل سره په رابطه کی شوو او یو داتابیس د هغو کسانو چه یا اوس او یا په راتلونکې کی د مرستې کولو شوق لری جوړ کړو. پدی وسیله به مونږ وپوهیږو چه مونږ سره څومره امکانات شته.
۲. په دوهم قدم کی به په کابل کی د مقاماتو سره د همکاري پرتوکول او د عملی کار د طرزالعمل موافقه لاسلیک کوو.
مونږ سره داسی پلان هم شته چه په کابل کی به د کارونو د انسجام او د مقاماتو سره د رابطي لپاره د یو نماینده د موجودیت لپاره هم لیاره اواره کړو. مونږ باید یوه یا دوه دولتی روغتونونه انتخاب کړو او په هغو کی په عالی سویه متخصیصین تربیه کړو . زمونږ ګران افغانستان یو غریب او وروسته پاتی هیواد دی او دا زمونږ ټولو مسولیت دی چه د خپلو غریبو وطنوالو په ستونځو کی ځان شریک وګنو. د هر کار په شروع کی څه ستونځی وی خو که مونږ په ګډه او دوامدار ډول هڅی وکړو نو پدی نیک کار کی به که خدای پاک کول بریالي شوو. زه د “داکتران د افغانستان لپاره“ کوم چه مرکز یئ په امریکا کی دی یوځای کار کوم خو دا پروژه خلاصه او د هیڅ چا ملکیت نه دی او دا به زمونږ لپاره د ډیری خوشحالی خبره وی چه که هر څوک وغواړی د دی هدف لپاره کار وکړی نو مونږ به ورسره د دوی د کشرانو په شان په خدمت کی یوو. مونږ د افغانستان نه باندی ډیر تکړه او پیاوړی افغانی کدرونه لرو او مونږ ستاسو کومک او مشورو ته سترګی په لیار یوو.
مونږ سره په لاندی پتو اړیکه ټینګولای شي
په درنښت
Nazir Naimy, MD, PhD
Abdominal and colorectal surgeon
Department of GI surgery
Akershus university hospital
University of Oslo
Norway
Mail: [email protected]
Cell phone:+4741367633
+4763802134 home
Dr Naser Oria
Doctors for Afghanistan
USA
Mail: [email protected]