ابراهیم ایمان

هره ورځ زما د کار ځای ته په لسګونو ځوانان راځي د مختلفو هیوادونو د ویزو پوښتنه کوي، هر یو ځوان کوښښ کوي چې د خپل هیواد نه ځان بلې خوا ته وباسي، که تاسو د  پاسپورټ ریاست ته لاړ شئ نو په خپلو سترګو به وګورئ چې څومره ځوانان پاسپورټونه اخلي او ځانونه د مور وطن نه لرې کوي، دلته چې ځوانان راشي د بیلابیلو هیوادونو د ویزو پوښتنه کوي، زه ورته وایم چې ولې ځئ؟

د دوی ځواب داسې وي چې: دا وطن نه جوړیږي، باید بهر لاړ شو او ځانونه خو جوړ کړو!

داسې خلک تل غیر منطقي استدلال کوي، په اصل کې د افغانانو سره هیوادنۍ مینه په زړونو کې نشته اوس یې هسې دا جنګ پلمه کړی دی چې ګواکې جنګ دی ځکه ځو  خو موږ ته تاریخ وايي هغه وخت چې  افغانستان د امن کور و هم ځینو هیوادوالو خپل ګل وطن پریښودلو او نورو وطنونو ته یې ځانونه رسول، زه یو مثال وړاندې کوم د  اعليحضرت امان الله  خان غازي په وخت کې هم ډېرو هیوادوالو دا ګل وطن پريښودلو او نورو وطنونو ته  ګډوال شول هغه وخت نه جنګ و نه داسې حال و لکه نن سبا چې دی.

لنډه به ووایو چې زموږ په زړونو کې حب الوطن نشته هر وخت مو چې چانس موندلی دی هیواد مو پريښودلی دی، ځینو د ښه ژوند په خاطر او ځینو د پیسو د ټولولو لپاره خو دوی په دا نه دي خبر چې اروپا کې ژوند څومره سخت دی، نه والله په واټونو سړکونو هلته پیسې پرتې وي  او نه والله دومره ښه ژوند وي خو د سولې او امن نه پرته! په هغو هیوادونو کې له آره امن نه و، بلکه دوی کلونه کلونه جګړې کړي دي خو کله چې پوه شول نو په خپلو هیوادنو کې یې تلپاتې سوله راوستله.

د لرې نه سپوږمۍ هم ښکلي ښکاري تکه سپینه پړکه کوي خو که څوک نږدې ورشي بیا همدا زموږ د ځمکې د خاورې په شان خړه پړه خاوره ده دا مثال مې ځکه ورکړ چې موږ ته تل هغه وطنونه ښکلي ښکاري چې زموږ نه لرې وي خو چې نږدې ور شو بیا همدا زموږ د وطن په شان  خړې خاورې دوړې لري.

نه هغه هیوادونه د جنت په شان دي او نه جنت ته ورنږدې دي، خو خپلو خلکو یې کالونه کار پکې کړی دی، خولې یې پکې توی کړي دي او دومره څه یې جوړ کړی دی، دا د دوی زیار دی چې نن یې زموږ زلمي هم لیوني کړي دي او ډلې ډلې  ورروان دي.

موږ ته خدای د جنت غوندې وطن را کړی دی، که موږ د اروپایانو غوندې کار وکړو او خولې پکې تویې کړو نو لرې نه ده چې زموږ وطن به په جهان کې د جنت شان په وطن مشهور شي خو که موږ خپل وطن وطن وبولو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *