تاند نیوز ډیسک: د کورنیو چارو وزارت د زندانونو عمومي ریاست وایي، دا مهال ټولو زندانونو کې ۲۲ زره کسان بندیان دي او په هر زنداني د کال ۳۱ زره افغانۍ لګښت راځي.
د کورنیو چارو وزارت د زندانونو د ریاست سلاکار حبیب رضواني په افغانستان کې د زندانونو د وضعیت د ارزونې غونډې ته ویلي، حکومت په محبس کې په هر بندي باندې د ورځې ۸۵ افغانۍ مصرفوي.
نوموړی وایي، د هیواد ټولو مجبسونو کې دا مهال ۲۲ زره کسان او توفیف خانو کې بیا ۱۱ زره کسان ساتل کیږي.
د رضواني په وینا، توقیف خانو کې لویه ستونزه دا ده چې کله کله د یو بندي د دوسیې څیړنه په اتو او لسو میاشتو کې هم نه پیلیږي.
خو د کابل د استیناف مشر معراج الدین حامدي بیا وایي، دا کار ځکه کیږي چې په کشفي، عدلي او قضایي ادارو کې فساد روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په زندانونو او توقیف خانو کې د پلټنو پر مهال د بندیانو ځورونه په وروستیو دوه کلونو کې راکمه شوې ده.