اکو،بکو،سرسيندکو :
اکو ، بکو، سرسيندکو، غوا مې راغله په دربکو ، اباسين چپې چپې، ورور مې تلې دې غلې له ،رابه شي غرمې له .
چې دا دپښتنو له خړو کوڅو نه د ماشومو، خامو خولګيو سندريز شور ولې ورک دې، مخکې خو به سکڼی ماښام له هرې کوڅې د ګلاليو کوچنيانو خوږې سندرې راغبرګيدې،
د کلي په خړو کوڅو به ژوند رنګونه خواره کړي وو،د ماشومتوب يوه ځانته دنيا وي چېرته چې کينه ، کرکه او نفرت څوک نه پیژني،په ساعت کې د ژړا سو نګار او شيبه وروسته د شوخي خندا کړسار،
سلما شاهين هم زما په څېر د ماشومتوب تللي وختونو پسې ژاړي
په ساعت کې مې خندلې په ساعت کې مې ژړلې
چې په ځان نه پوهيدلې زه همغسې وړه وای
د ماشومتوب د معصومې دنياګۍ بلا رنګونه مې اوس هم په زړه راووري ، د ماشومتوب خاطرې ، د ماشومتوب ملګري، دماشومتوب کيسې، دماشومتوب جنګونه شوخۍ او د ماشومتوب لوبي،دابه نو د چا هېرې وي، دا رنګينه دنياګۍ مې اوس هم په زړه کې ودانه ده ، زموږ دماشومتوب خو ځانته يو جلا دستور او قانون و، د مينې ډکه او له کرکۍ پاکه دنياګۍ وه، دلته جنګ هلته سوله ،
اوس مې هم د خپلې کوڅې ماشومه لېونۍ (شبو )سترګو ته نېغه ولاړه ده، هغه اوس د بچو مور ده،خو زما يي لا اوس هم سره طلاي ويښتان او شوکې، شوکې مخ ياد دې،په ما بده وه چې جنګ به مو شو نو ميندې به مو د بامونو سرونو ته شوې او ديوې بلې اوه پښته به يي سره ياد کړل،خو ما او شبو به شېبه وروسته بيا په لوبو ورګډ وه.
هم په ګودر هم په تنور هم په بلۍ جنګونه
زما په نوم باندې کوي اوس جنکۍ جنګونه
څه ماشومتوب و سره ميندې به مو ونښتې
چې شو کوڅه کې به زما و د ليونۍ جنګونه
موږ به دوه ډلې شو زه او (شبو )به ميران وو، ماشومانو به سره خپلو کې رامنل او شخلل ، منل او شخلل پیژنۍ ؟
ههههه نه ،نه يي پيژنۍ ،دا به هم نو ځانګړې قانون و، موږ به په باران کې پټپټانی کاوه موږ به چيندرو کوله، موږ بنګړی مات ،ډبلۍ، خوسی، او ګڼې نورې لوبې کولې چې ماذيګر به شو او باران به شو، نو د شنو کروندو تر څنګ په بوساړو ، ويالو غوجل ،اخور او ……..کې به له يوه بله پټېدو منډې رامنډې به وې.اوس نو:
اوښکې څه داسې چل په سترګو د جانان کې کوي
لــکه واړه چـــې پټپټانې په بــــاران کـــې کــــوي
هو رښتيا نجونو به نانځکې کولې، دملک کاکا د لوی کلا دېوال ته به کتار ناستې وې د خاورو کورګي به يې جوړ کړي ول، په ماشومتوب کې به يې د حقيقي ژوند تمثيل کاوه،د نانځکو تر منځ به ښادي وه،ناری به هم و، چې موږ به ورته خوټکنکه ويله واړه ديګونو کې به نيم پوخته لوګو وهلو وريجو بېل خوند لرلو،
ښادي چې د نانځکو کړي په خپلو کې راجوړه
ډولې ته يې وي کـــړی انتــــــــــــظام په تناره
موږ ډله هلکانو به رامنډې کړې او نجونو ته به مو دا دميني ډک واړه کورګي وران کړل،اوف څو،څو،څو څومره وران و،څومره وبال لري .
اوس خو دا هېڅ نشته دا ولې؟ دا په څه!؟
