کله هم چې د ملت کېدو لپاره یوه وړه هیله را وټوکېږي د سیاسي مانور په عینکو کې په لته ووهل شي. څوک پکې افراط وکړي او څوک پکې تفریط.

دا نور عادي خبره ده، چې د یوې کوڅې په دوه کورنو کې واده وي، خوښي وي او په دوه هغو نورو کې جنازه وي او یتیمان د خپل پلار د کټ سرته ناست وي.

د یو ملت په توګه د افغانانو د مطرح کېدو لپاره د فوټبال د ملي ټیم هر ګام په سر، سترګو  او لیمو. دوی زموږ اتلان دي او ستایل یې حق دی.

هر څوک چې د افغانستان د ابادۍ، خوښۍ او پرمختګ لپاره یو قدم هم ږدي د ستایلو دی، د روزلو دی او د پاللو دی.

مګر له ولسمشره تر ولسي استازو د اتلانو ترمنځ توپیر تر دې را ورسېد، چې نور یې افراط ته کړکۍ پرانېسته.

د ولسي جرګې په تالار کې د نوم، نښان او غرور لپاره سیالي ښه په درز ترسره شوه، خو هغه اتلان هېر شول، چې د لاس د تڼاکو په بدل کې یې زه نن دا څو کرښې لیکلی شم، وکیل په پارلمان کې ناست دی، ولسمشر په ولس حکمراني کوي، وزیر خپلې مزې کوي او ته لوستونکی یې لولې.

دلته چې د هر پړي سر ونیسې پای یې د سیاسي لوبې ډګر ته لار وباسي. پرون هم همداسې وشول، نن هم کېږي او سبا به هم کېږي.

په پښتو کې هغه متل اوس ډېر عام دی، چې که په اوړو کې لږه خمیره هم زیاته شي، تروشېږي. همداسې چې له هرې پدیدې سره افراط وشي، خپل اصلي خوند له لاسه ورکوي او بېخونده شی څوک نه خوروي.

افغانستان د جنوبي اسیا د فوټبال اتل شو، اتلان یې ولس په اوږو وګرځول او دا یې حق هم و، خو ولې مو په ځینو نورو پښې کېښودې؟ موږ چې لوړ یو، حتمي به مو تر پښو لاندې یو څه وي.

د فرانسې د کار کاپي شوی قانون به نن د سمنګانو هغو ۲۷ کاریګرو پسې څه خیرات کړي، چې د همدې افغانستان لپاره یې په تورو څمڅو کې ژوند وکړ، همالته پاتې شول تر هغو چې بالاخره پکې شهیدان شول.

دلته د وجدانونو د راژوندي کېدو لپاره دا ولس نوره څومره قرباني ورکړي، چې حد اقل یوه تاریخي کارنامه خو جوړه کړي؟

نن ولسي استازي (؟) یوازې د خپلو نومونو او مقابلې په میدان کې ښه وځلېدل، خو د اجنډا څنډې یې د سمنګان هغه کورنۍ هېرې کړې وې، چې د افغانستان د اقتصاد لپاره یې شېبه شېبه زیار وګاله او ان خپل ژوند یې پکې له لاسه ورکړ. د سمنګان د شهیدانو یتیمانو ته د زده کړې او مصئون ژوند لپاره آیا دا یوازې کافي ده، چې یو پلاوی به ورځي، کمېسیون به پېښه څېړي او یوه اونۍ وروسته به د ۲۷ نامرادو قبرونه شناختې هم ونه لري؟ یتیم به یې څېرې ګرېوان په سړکونو کې خیرات ټولوي، بیا به یې څوک د پلار په نوم هم نه یادوي.

د دواب د ډبرو سکرو کان قرارداد په وزارت کې لاسلیک شو، د ګټې او تاوان معیار یې وزیر اعلان کړ، خو ستړی، ژوبل او مړ پکې هغه شو، چې نن یې ان ولسي جرګې د نومونو لېست هم په جهر ونه وایه.

د هغوی د پښو خاورې یو، څوک چې مینه راوړي، ژوند راوړي، خندا راوړي او حد اقل د سوکالۍ یوه وړه هیله راوړي.

فوټبالرانو تاسو زموږ اتلان یئ، خو د دواب نوم ورکو شهیدانو تاسو هم زموږ اتلان یئ، خیر که ولسي جرګه مو د نومونو لېست نه خپروي او د یتیمانو چیغې مو نه اوري، تاسو زموږ هېر شوي اتلان یاست!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *