شا ته ګورم کوچنۍ نجلۍ هرسهار لپې د رڼا ډکوی او تیارې په مینځي. د ښار او د کلي، د لمر او د غر فاصله یوه ورځ ده. بوډا لرګي پلورونکی هره ورځ غره ته خیژي بوټي ټولوي ښارته یې وړي او په بازار کې پلوري. ماښام د خپلې مېرمنې سره په خاورینه کوټه کې لکه بې تخته پاچا ناست وي د توريې دود وهلې چایجوشې چای د پتري وهلې پیالې د شونډو څخه د وچ توت د دانو سره په خوند، خوند چښي د لمر وروستي وړانګې د ونو د سرونو څخه لکه مهربانه پلار مچکې اخلی او د چوغکو شور پخپله زرینه لمن کې راټولوی. د ژرندې په غاړه کې رابهیدونکې اوبه د ځوان ماښام سندرې وایي او د ډبرین میچن د ډول دربا یې په زمردي دره کې خپریږي. ژرندګړي وروستي پنډ د ژرندې خولې ته سموي او کورته د ستنیدو تیاری کوی. دلته د ژوند هر اړخ ښکلی او ښاغلي دی. د نیکه په باغچه کې د کاریز اوبه روڼي او خوږې دي نقريي کبان د اوبو په زړه ګوتې وهي…… زه اوبو ته کښته کیږم د اوبو دبی باکو څپو مړوندونه زما د پښو څخه تاویږي………
د خوب څخه راویښیږم … او د ځان سره وایم جنت به چیري وي؟
