تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: په کابل کې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو او د عامې روغتیا وزارت په ګډه یو شمېر سیمو څخه روږدي کسان ټول کړي دي.
کابل د کورونا ویروس له امله د قرنطین په حال کې دی او په ښار کې له اړتیا پرته پر ګرځېدا بندیز لګول شوی دی، خو عامې روغتیا وزارت وايي، چې روږدي کسان ډېر په آسانۍ کولای شي کورونا ویروس ټولنه کې خپور کړي، ځکه خو یې باید مخنیوی وشي.
کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د قرنطین په دویمه ورځ یې له یو شمېر حوزو څخه ۴۰۰ په نشه یي توکو روږدي کسان نیولي دي.
په همدې حال کې عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه وویل، چې په هېواد کې د کورونا ویروس درې نورې پېښې ثبت شوي، چې دوه یې هرات او یوه یې نیمروز ولایت کې ده.
په دې سره ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۰ ته لوړ شو، چې ډېری یې په هرات ولایت کې ثبت شوې دي.
د یادونې وړ ده چې کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو کې هم څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.