تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کورونا ویروس ناروغانو شمېر ۴۴۴ او د جوړو شویو کسانو شمېر ۳۱ تنو ته رسېدلی.
تاند ته د وحید الله مایار په خبره سره له دې چې په هرات کې د لنډ وخت لپاره لابراتوار تړل شوی خو بیا هم په کابل کې ۱۲، په غزني کې ۳، په بغلان کې ۲، خو په لوګر، میدان وردګو، هلمند او تخار کې یوه – یوه تازه پېښه ثبت شوې ده.
نوموړی وايي، چې له کورونا ویروس څخه اته تنه په هرات، دوه تنه په سمنګان او یو بل تن په بلخ کې روغ شوی دی.
د شمېرو له مخې تر دې دمه کورونا ویروس په افغانستان کې ۱۴ تنه وژلي او ۳۱ نور بېرته روغ شوي دي.
تېره ورځ ولسمشر غني د مالیې وزارت له رهبرۍ سره د ویډیويي کنفرانس له لارې د کورونا پر ضد د مالي سرچینو د پیدا کولو په تړاو هم غږېدلی دی.
افغان حکومت دا مهال ۲۵ میلیونه ډالر د کورونا پر ضد مبارزې ته چمتو کړي دي، خو ۱۵ میلیونه امریکا او څه باندې سل میلیونه ډالر ورته نړیوال بانک ورکوي.