تاند، جمعه، د ثور ۵مه: په هېواد کې د کورونا د ۹۵ مثبتو پېښو په ثبت سره په کویډ ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۳۳۰ تنو ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ټول هېواد کې ۳۳۹ مشکوکې پېښې څېړل شوې دي چې ۹۵ یې مثبتې وې.
د دغه وزارت ویان وحید الله مایار تاند ته وايي، تر ټولو ډېرې ۵۳ پېښې په کندهار کې ورسره ثبت شوې دي: (( دویم ورپسې کابل دی چې ۱۱ پېښې په کې ثبت دي، په تخار کې ۱۰، په ننګرهار او پنجشېر کې ۵ – ۵ پېښې، دایکندي، پروان او لغمان کې یوه یوه پېښه، په هرات کې ۳ او په فراه کې دوه پېښې مثبتې وې.))
نوموړی وايي، تېره ورځ له کورونا ناروغۍ څخه په هېواد کې ۳ کسان مړه شوي چې شمېر یې ۴۳ تنو او ۹ تنه ترې روغ کور ته ستانه شوي دي چې ټول شمېر یې ۱۸۸ تنو ته رسېدلی دی.
دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا ناروغان ۲۷۳۳۵۰۳ تنه، د مړو شمېر یې ۱۹۱۱۷۷ تنه او ترې د روغو شویو کسانو شمېر ۷۵۱۲۸۳ تنو ته رسېدلی دی.