تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې له تېرو څلریشت ساعتونو راهیسې د کورونا ویروس ۱۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن سه شنبه غرمه د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، تېرو څلریشت ساعتونو کې له ۳۶۱ شکمونو پېښو ۱۲۵ هغه یې مثبتې تشخیص شوې دي، چې مجموعي شمېر یې ورسره ۱۸۲۸ ته لوړ شوی دی.
ښاغلي مایار وویل، د تازه پېښو له جملې ۲۱ هرات ، ۱۵ کابل، ۱۵ کندهار، ۱۰ بلخ، ۹ لوګر، ۸ جوزجان، ۵ ننګرهار، ۹ لوګر، ۷ نیمروز، ۷ پنجشیر، ۲ هلمند، ۲ بادغیس، ۲ وردک او یو مثبته پېښه په بدخشان ولایت کې ثبت شوې ده.
د مایار په خبره تر اوسه د ۱۸۲۸ ناروغانو له ډلې ۵۸ کسان مړه شوي او ۲۲۸ کسان بېرته ښه شوي او کور ته ستانه شوي دي.
دمګړۍ په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له دریو میلیونو اوښتی او ۳۰۷۱۸۶۳ ناروغان دي، چې ۲۱۱۷۳۸ تنه یې مړه او ۹۲۴۵۷۸ تنه یې کور ته روغ ستانه شوي دي.
همداراز ګڼو هېوادونو په قرنطین او ګرځبندیز کې د نرمښت راوستو لپاره چمتووالی نیولی دی.