تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ټول هېواد په کچه د کورونا وایرسو ۳۹۳ مشکوکې پېښې په لابراتوارونو کې ازمویلي چې له دې جملې ۱۱۰ پېښې مثبتې وې.
د دغه وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، په دې سره ټول هېود کې د کورونا په وایرسو د اخته کسانو شمېر ۱۹۳۹ تنو ته لوړ شوی دی.
وحید الله مایار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ مثبتې پېښې په کابل، ۱۵ په کندهال، ۱۲ په پکتیا، ۶ په غزني، ۵ په لغمان، ۵ په ننګرهار، ۳ په تخار، ۳ په فراه، ۲ په هلمند او یوه په کندوز ولایت کې ثبت شوېده.
د مایار په خبره په هېواد کې د کورونا له کبله د مړو شمېر ۶۰ او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۲۵۲ تنو ته لوړ شوی دی.
نوموړی وايي، تر اوسه په ټول هېواد کې ۹۴۴۸ مشکوکې پېښې څېړل شوې دي چې یوازې ۱۹۳۹ یې مثبتې دي.
دمګړۍ په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرسو د اخته کسانو شمېر ۳میلیونه ۱۴۶ زره او ۲۰۰ تنه، د مړو شمېر یې ۲۱۸ زره او ۱۳۹ تنه، خو د روغو شویو کسانو شمېر ۹۶۱ زره ۷۸۵ تنه حساب شوی دی.