تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د کورونا ویروس ۲۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دې وزارت د روغتیايي خدماتو معین وحید مجروح نن غرمه په یو خبري کنفرانس کې وویل، تازه په کندهار کې ۴۵، په بلخ کې ۴۱ ، په هرات کې ۳۴، په کابل کې ۲۰ او په غزني کې ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره په ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۱۷۱ ته لوړې شوې.
وحید مجروح زیاته که په پکتیا کې ۱۰، په لوګر کې ۱۰، په پنجشېر کې ۹، په سمنګان کې ۹، په تخار کې ۸، په کندوز کې ۷، په بغلان کې ۵ او په ننګرهار کې هم پنځه پېښې ثبت شوې دي.
نوموړی زیاتوي چ په بادغیس کې هم ۴، په میدان وردګو کې ۴، په لغمان کې ۳، په پروان کې دوه، په پکتیکا کې ۲ او په سرپل کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
نوموړی وايي، په کابل کې تر اوسه په دې ناروغۍ ۵۷۳ تنه ثبت شوي چې ۷۵ یې روغ شوي، په هرات کې بیا له ۴۷۵ ناروغانو ۱۱۰ کور ته ستانه شوي خو په نورو ولایتونو کې بیا د روغو شویو کسانو شمېر کم دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا ویروس څخه په هېواد کې ۴ کسان مړه شوي چې ټول شمېر یې ۶۴ تنو ته رسېدلی همدا راز د روغو شویو کسانو شمېر هم په ټول هېواد کې ۲۶۰ تنو ته لوړ شوی دی.
دا مهال په ټوله نړۍ کې په کوویډ ۱۹ یا کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳ میلیونه ۲۲۹ زره او ۸۱۴ تنه دی، چې له جملې یې ۲۲۸ زره او ۳۷۶ تنه مړه شوي او یو میلیون ۶۹۸۸ تنه یې روغ شوي دي.