تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هېواد کې د کورونا ویروس ۱۹۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت لخوا تاند ته په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې ۴۱ تازه پېښې په پکتیا، ۳۰ په هرات، ۲۵ په کندهار، ۲۴ په کابل، ۱۷ په بلخ، ۱۳ په ننګرهار، ۱۱ په لغمان، ۹ په فراه، ۶ په سرپل، ۵ په کونړ، ۳ په زابل، دوه په پکتیکا او یوه یوه مثبته پېښه په خوست، ارزګان، هلمند او نیمروز کې ثبت شوې ده.
وزارت وایي، په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۸۹۴ ته، د مړو شمېر۹۰ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۳۹۷ تنو ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، تر ټولو ډېر د کورونا ۷۷۹ ناروغان په کابل، ۵۷۱ په هرات، ۳۹۳ په کندهار، ۲۰۸ په بلخ او ۱۲۵ په پکتیا کې تشخیص شوي دي.
دا مهال په ټوله نړۍ کې د کورونا درې نیم میلونه ۶۸ زره او ۱۴۳ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې جملې ۲۴۸ زره او ۳۴۶ تنه مړه دي خو یو میلیون ۱۵۷ زره او ۲۷۸ تنه یې روغ کورونو ته ستانه شوي دي.