تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د ۷۱۴ مشکوکو پېښو له څېړلو وروسته د کورونا ۲۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۷۸ ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند وحید الله مایار لخوا تاند ته په ورکړي لیست کې راغلي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په کابل کې ۵۰، په هرات کې ۵۷، په کندهار کې ۱۷، په بلخ کې ۳۱، په پکتیا کې ۹، په لوګر کې ۶، په ننګرهار کې ۵، په لغمان کې ۲، په غور کې ۸، په فاریاب کې ۴، په پکتیکا کې ۳، په جوزجان کې ۱۱، په زابل کې ۳، په کونړ کې ۷ او په خوست کې ۲ مثبتې پېښې تشخیص شوې دي.
نوموړی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا ناروغۍ څخه په هیواد کې ۳ کسان مړه او ۴ نور روغ شوي دي چې ورسره د مړو شمېر ۱۰۹ او د روغو شویو کسانو شمېر ۴۷۲ ته رسېدلی دی.
دا مهال په ټوله نړۍ کې د کورونا ۳ میلیونه ۹۳۰ زره او ۶۳۰ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې جملې ۲۷۰ زره او ۸۸۰ تنه مړه شوي او ۱ میلیونه ۳۴۸ زره او ۴۳۴ تنه یې روغ کورونو ته ستانه شوي دي.