تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د کورونا ۲۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ټولې پېښې ورسره ۴۰۳۳ ته لوړې شوې دي.

د دغه وزارت لخوا تاند ته په استول شوي معلوماتي لیست کې راغلي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ټول هېواد په کچه ۵۲۹ مشکوکې پېښې څېړل شوې دي چې له دې جملې په کابل کې ۴، په هرات کې ۷۱، په بلخ کې ۴۳، په پکتیا کې ۱۶، په غزني کې ۸، په ننګرهار کې ۳۹، په لغمان کې ۱۱، په بامیان کې یوه، په تخار کې ۲۴، په کندوز کې ۱۱، په پکتیکا کې یوه، په کونړکې یوه او په نورستان کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

وزارت وايي، تېره ورځ له کورونا ویروس څخه په ټول هېواد کې ۲۹ تنه روغ شوي او ۶ نور مړه شوي چې ورسره د روغو شویو کسانو شمېر ۵۰۲ او د مړو شمېر ۱۱۵ ته رسېدلی دی.

دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا ۴ میلیونه، ۱۶ زره او ۲۱ پېښې ثبت شوې دي چې له دې منځه ۲۷۶ زره ۲۶۹ تنه مړه شوي، خو یو میلیون ۳۸۷ زره ۷۹۵ تنه روغ کورونو ته ستانه شوي دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *