تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ټول هېواد په کچه ۹۹۵ مشکوک سمپلونه معاینه کړي دي چې له جملې یې د کورونا ۳۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوېدي.

د وزارت په وینا، په دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۴۴۰۲ ته لوړې شوې.

د دغه وزارت د ویاند وحیدالله مجروح لخوا تاند ته په استولي لیست کې راغلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډېرې ۱۱۷ مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.

همدا راز په هرات کې ۵۹، په بلخ کې ۳۱، په کندهار کې ۲۶، په بغلان کې ۲۱، په فراه کې ۱۸، په لغمان کې ۱۲، په میدان وردګو او سمنګان کې یوولس – یوولس، په پنجشیر کې ۹، په پروان او ننګرهار کې اته – اته، کونړ کې ۷، په هلمند کې ۵، په بدخشان او غزني کې څلور- څلور، په جوزجان او سرپل کې درې- درې، په پکتیکا کې دوه او په زابل او پکتیا کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې تېره ورځ په کندهار کې ۲، په بلخ کې ۱، په هرات کې ۱ او په غزني کې هم یو تن له کورونا مړ شوی چې د مړو ټول شمېر ورسره ۱۲۰ تنو ته ورسېد.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې همدا راز له کورونا ویروس څخه ۵۶ کسان روغ شوي هم دي چې ورسره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۵۵۸ تنو ته لوړ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *