ليکوال محمداکبر حقمل
په دې نړۍ کې هر څه شوني دي او هېڅ څیز هم ناشوني نه دي. د هېڅ څیز په اړه هم د ناشونتیا فکر مه کوئ، ځکه د هر څه ترسره کول او ترلاسه کول یواځې او یواځې د انسان په هڅو او کوښښونو پورې اړوندېږي. که د هر هغه څیز په اړه مثبته انګېرنه وکړئ کوم څیز، چې درته ناشونی ښکاري نو پایله به یې حتماً مثبته، بریالۍ او د ښه ژوند پیلامه وګرځي یعنې په مثبتو انګېرنو سره انسان خوښ او بریالی کېږي، له غمونو او اندېښنو سره واټن پیدا کوي او له بریا سره په یو مزي تړل کېږي. او که د هر هغه څه په اړه مو منفي انګېرنه وکړه کوم، چې درته ناشونی ښکاري، نو پایله به یې هم منفي، نابریالۍ او د بد ژوند پیلامه وګرځي ځکه منفي انګېرنې د ناکامیو یا نابریالیتوبونو، غمونو، خواشنیو او اندېښنو زېږنده دي. د بریالیو کسانو د بریالیتوب یو راز په دې دی، چې دوی تل د هر څه په اړه مثبت انګېري یعنې د خپل کار او د اړوندو څیزونو په اړه یې منفي انګېرنو ته کوم ځای نه ورکوي ځکه دوی پوهېږي، چې په منفي فکرونو او نګېرنو کې یواځې او یواځې ناکامي یا نابریالیتوب نغښتی دی او په مثبتو فکرونو او انګېرنو کې کامیابي او بریالیتوب نغښتی دی. نابریالي کسان تل منفي انګېري د هر څه په اړه یې منفي انګېرنې د مثبتو انګېرنو پر وړاندې پیاوړې وي ځکه دوی نه پوهېږي، چې نابریالیتوب په منفي انګېرنو کې او بریالیتوب په مثبتو انګېرنو کې نغښتی دی، چې دا کار یې د نه پای ته رسېدونکې ناکامۍ او ناخوښۍ لامل ګرځي. که غواړئ په ژوند کې مو بریالي، خوښ او له غمونو او اندېښنو څخه لرې واوسئ نو د هر څه په اړه مثبت فکر او انګېرنه وکړئ! د هر څه په اړه د شونتیا فکر وکړئ او دا مو عادت وګرځوئ، چې تل مو د شونتیا یا مثبتې انګېرنې کچه د ناشونتیا یا منفي انګېرنو په پرتله پیاوړې او غوره وي، چې ددې کار په کولو سره به د ريښتیني ژوند او خوند څېښتن شئ. ستاسو ورور محمداکبر حقمل M Akbar haqmal