تاند- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا دفاع وزیر د دې غوښتنې په ترڅ کې وویل چې واشنګټن او متحدان یې له امنیتي موافقې پرته له ۲۰۱۴ وروسته د خپلو پوځیانو د ماموریت په اړه پرېکړه نوره نه شي ځنډولی.

هېګل تېره شپه /چهارشنبه/ په داسي حال کې چې په یوه پوځي الوتکه کې پولنډ ته روان و خبریالانو ته وویل، د دې پرېکړې بیا بیا ځنډول ممکن نه دي؛ ځکه چې د بودجې او نورو ضرورتونو لپاره د پلانولو وخت له یو بل سره په ټکر کې راځي.

څه باندې یو کال پخوا افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړه چې د هغې یوه برخه پوځي همکاري وه.

د افغانستان ولسمشر د ۲۰۱۳ کال له لومړیو څخه له امنیتي موافقې سره په مختلفو نومونو مخالفت کوي. په پیل کې یې د امریکايي پوځیانو د قضايي مصونیت مسله یادوله خو اوس ډېر ټینګار په دې کوي چې امریکا دې په افغانستان کې سوله راولي چې امنیتي موافقه ورسره لاسلیک کړي.

کرزي ویلي چې د افغانستان د سولې کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.

کرزي همداراز د افغانستان د خلکو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو بندېدا د امنیتي موافقې د لاسیلکولو شرط بللی دی.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر چک هېګل وویل چې اوباما په خپله د امنیتي موافقې د نهايي کېدو په صورت کې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وضعیت پر څېړلو غور کوي.

د امریکا پوځي قومندانانو د شاوخوا لس زره پوځیانو د پرېښودلو غوښتنه کړې ده څو د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او د بې پېلوټو الوتکو عملیاتو ته دوام ورکړي.

خو اوس داسي ښکاري چې کرزی حاضر نه دی چې امنیتي موافقه لاسلیک کړي. غالباً دا مسله به د افغانستان راتلونکي حکومت ته په میراث پاتې شي چې د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو په نتیجه کې واک ته رسېږي.

هیګل خبریالانو ته وویل چې ناټو تړون هم له افغانستان سره د امنیتي موافقې د نه لاسلیکېدو له درکه اندېښنه لري.

ده وویل، د ناټو غړي هیوادونه هم باید خپلې بودجې تنظیم کړي او په افغانستان کې د اړتیا و بودجه ځانګړې کړي.

One thought on “هېګل له افغانستانه وغوښتل چې امنیتي موافقه لاسلیک کړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *