تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر چک هېګل هغه راپورونه تایید نه کړل چې ګنې ده له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو په باب د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته په ټاکلی ضرب الاجل ټینګار کړی دی.

هېګل نن/پنجشنبه/ د پینتاګون په خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کابل د وروستي سفر په ترڅ کې خپلې څرګندونې توضیح کړي، وویل:«یه، ما نه دي ویلي چې ضرب الاجل شته.»

له هېګل سره د منځني ختیځ په سفر کې ملګرو خبریالانو د ده څرګندونې بل ډول تعبیر کړې وې او داسي یې ښکاره کړې وه چې ګنې هېګل د امنیتي موافقې د لاسلیک د نېټې په برخه کې خپل دریځ نرم کړی دی. د ده له قوله پخوا ویل شوي و چې د دسمبر یو دېرشمه له افغانستان سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده او ویلي یې و که د افغانستان ولسمشر په دې نېټه تړون لاسلیک نه کړ له افغانستانه به د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو احتمال د حقیقت رنګ خپل کړي.

خو هېګل په عین حال کې وویل چې د هیڅ شي لپاره ضرب الاجل نه ټاکي.«ما یوازې د ژوند یو حقیقت وایه، کله چې موږ ټول د ایساف شریکان سره وینو، د ناټو دفاع وزیران د فبرورۍ په پای کې غونډه کوي، موږ به څه نا څه وضاحت وکړو، دا وضاحت به یوازې زموږ په برخه کې نه وي، بلکې زموږ شریکان به ووايي چې څه کوي.»

تېره میاشت د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن رايیس په زغرده وویل، کرزي ته پکار ده چې د دسمبر تر یو دېرشمې پوري امنیتي موافقه لاسلیک کړي او یا د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو خطر ومني.

هېګل د کابل په وروستي سفر کې د معمول خلاف له ولسمشر کرزي سره ونه کتل،. ده د کرزي په ځای د افغانستان له دفاع وزیر بسم الله محمدي سره خبرې وکړې او ویې ویل، څه چې باید کرزي ته د امنیتي موافقې په اړه وویل شي، هغه مخکې لا ویل شوي دي.

پرون /چهارشنبه/ د سپینې ماڼۍ یوه ویندوی  وویل، امریکا هیله لري چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به له متحدو ایالتونو سره دوه اوخیز امنیتي تړون د سږکال تر پایه لاسلیک کړي خو کېدای شي چې دا ضرب الاجل د جنورۍ تر لومړیو پوري وغځول شي.

One thought on “هېګل وايي، د امنیتي موافقې لپاره یې ضرب الاجل نه دی ټاکلی”
  1. If karzai dont sign the contract with US, Bismellah will do that because if americans got out they will die and they will lose every thing i mean (Panjsheries) they sold the country first to Americans and they will sale it permenantly… they did that which is never forgettable.

    Thanks

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *