هېګ نړیواله محکمه

تاند- د هالنډ په هېګ ښار کې د جنایتونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د دوسیې د څېړلو کار وځنډاوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې د هېګ محکمه له ۲۰۰۳ څخه په افغانستان کې د شویو جنګي جنایتونو په اړه تحقیقات وکړي خو د دې محکمې جنايي څارنوال وویل چې احتمالاً په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د رسمي څېړنې بهیر ځنډول شوی دی.

د تېر م کال په نوومبر کې د هېګ محکمې څارنوال فاتو بنسودا ویلي و چې ژر به د افغانستان د جنګي جنایتونو پر دوسیې غور پیل شي.

خو اوس دا څارنوال وايي چې د افغانستان حکومت زیات معلومات ورلېږلي او دا تازه معلومات او اسناد کېدای شي چې د دوی پر پرېکړه اغېز ولري.

د هېګ محکمې د لومړنیو څېړنو پر اساس د طالبانو درو ډلو، یو شمېر افغان مسوولانو، امریکايي پوځیانو او د سي آی اې مامورینو جنګي جرمونه کړي او جنايي دوسیې ورته پرانیستل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *