ناپلیون:
واده تل د مينې د پای ټکی پاتې شوی.

سقراط:
آن تر ټولو سختو حالاتو کې واده وکړۍ، که ښه میرمن لاس ته درغله نو ډير به نیکمرغه شۍ او که له بدې میرمنې سره مو سر شو نو هغه ده سم فیلسوف به در څخه جوړ شي.

رولان:
واده د بادم زړي په څیر دی تر هغه دې چې نه ده خوړلی په خوند يې نه پوهیږې.

میرمن پرل پاک:
مونږ نه شو کولای په خپله خپل پلار او مور غوره کړو خو د خپل د ښځې پلار او مور په خپله غوره کولای شو.

ډاکټر هامیلتون:
که چیرې يو اروا پوه ادعا وکړي چې د ښځې او ميړه ترمنځ اختلاف تر ډيره جنسي اړيکو کې ناکامۍ له امله نه دي نو ډير نادان دی، په ټوله کې که چيرې ښځه او ميړه جنسي اړيکو کې له يو بل څخه راضي شي نو ګډ ژوند کې نورو اختلافونو او ناخوالو باندې سترګې پټوي.

برډون:
داسې ښځې سره واده وکړۍ چې که نارينه وای نو تر ټولو ښه دوست به مو وه.

ژرژ هربرت:
خاوند لپاره پوهه اړينه ده او ښځې لپاره نجابت.

اسمایلز:
له واده يو کال وروسته ښځه او خاوند د یو بل ښکلا باندې فکر نه کوي بلکې د يو بل خوی او اخلاق ورته مهم وي.

فرانکلن:
له واده وړاندې خپلې سترګې ښې خلاصې کړه خو له واده وروسته بیا لږ څه يې بندې کړه.

شو پنهاور:
زما په اند تر ټولو نادان هغه څوک دی چې خپل واده د نورو د مصلحت لپاره کوي.

ولټر:
هر څومره چې د واده شويو کسانو شمیر زیات شي نو د جرمونو کچه راکميږي.

سنکار لوئیس:
نارينه واده سره خپل تیر وخت باندې خط کاږي خو ښځه واده ته چمتو کيدو سره خپل راتلونکې باندې خط کاږي.

بالزاک:
مینه د واده سپیره داغ دی خو واده بیا د مينې ماښام دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *