یوازې توب يې نور زړه خوړلی و، نور يې نه غوښتل يوازې ژوند وکړي. هيله يې لرله نور ځان ته د ژوند ملګری پيداکړي. له خپلې خورلڼې يې د لارښوونې غوښتنه وکړه.
هغې ورته وویل:
-زه هم له همدې ستونزې سره مخ شوې يم، خو اورېدلي مې دي ډېری کسان چې کله د ګډ ژوند هيله ولري نو د واده په لټه غره ته ځي.
له همدې امله دواړو غره ته د ګډ ژوند د ملګري د پيداکولو په تکل حرکت وکړ.
تر ډېرو دښتو له تېرېدو وروسته غره ته ورسېدل. دواړه پر یوه لوړ کمره ودرېدې، داسې چې چا نه لیدلې. بيل يې په لوړه چیغه د خپل زړه حال غره ته ووايه.
دوی غره ته په لوړ غږ سره وويل:
مونږ غواړو واده وکړو.
غږ يې په غره کې ازانګه وکړه:
مونږ غواړو واده وکړو.
مونږ غواړو واده وکړو.
مونږ غواړو واده وکړو.
مونږ غواړو واده وکړو.
دا خبره څو واره دواړو وارېده، یوې بلې ته يې په موسکا وويل:
-څومره ډېر خلک زمونږ غوښتونکي دي.
یوې يې بلې ته وویل ما هیله نه لرله چې دومره خلک به مونږ وغواړي.
بلې وويل:
راځه چې ځو ودې لیدل چې خلک هم مونږ غواړي. دواړې بېرته د خپلو کورونو پر لور روانې شوې.
په لارو دواړو تصميم ونيو او ويې ويل:
مونږ نه غواړو واده وکړو مونږ غواړو درس ووایو ترڅو مو غوښتونکي په مونږ پسې کور ته په مرکه راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *