تاند- وارداتي برښنا تر غزني ولایت پورې ورسېده خو دغه ستر او ګڼ نفوسه ولایت ته خورا لږ برښنا په پام کې نیول شوې ده.
د غزني والي عبدالکریم متین د شنبې په ورځ وویل چې یوازې ۱۰ میګاواټه برښنا دغه ستر ولایت ته په برخه رسېدلې چې خورا لږ ده.
متین هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي وخت کې به دا اندازه زیاته شي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت بامیان ولایت ته ۳۰۰ میګاواټه برښنا ورکوي؛ حال دا چې غزني لږترلږه ۱۰ برابره تر بامیان ګڼ نفوسه دی.
متین وویل«غزني ته د برښنا مزی مخکې په میدان وردک ولایت کې پرې شوی و، خو پرون (جمعه) بېرته وصل شو. زه د میدان وردک له خلکو غواړم چې غزني ته د دې غځېدلي مزي په ساتنه کې مرسته وکړي.»
د غزني د والي په وینا د مالیې وزارت غزني ته د برښنا د مزو او په غزني ښار کې د برښنا د ترانسفرمرونو لپاره ۱۰۰ ملیون افغانۍ ځانګړي کړي دي.
حاضردمه د غزني یوازې په سلو کې ۲۷ اوسېدونکي ډیزلي برښنا لري او د هر کیلو واټ برښنا په بدل کې ۳۰ افغانۍ محصول ورکوي. خو خصوصي سیکتور هر کیلو واټ په ۵۹ افغانۍ پلوري.
تمه ده چې د وارداتي برښنا بیه د کابل هومره ټیټه وي.
د افغانستان د شمال تقریباً ټول ولایتي مرکزونه او اکثره ولسوالۍ او همداراز د کابل، پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونه د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان وارداتي برښنا کاروي.
د هرات د برښنا لویه برخه له ایران څخه واردېږي.