د پکتيکا والي محمد الياس وحدت د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني په هدایت د دغه ولايت د جنوبي ولسوالیو سرتیري افسران وستایل.
د چهار شنبې په ورځ د پکتيکا والي د دغه ولايت وازېخوا ولسوالۍ ته په داسي حال کې سفر وکړه چې د دوهمې پلې لوا قوماندان عبدالواسع میلاد یې ملیتا کوله.
ښاغلي الياس وحدت هغه افسران وستایل چې څو ورځې وړاندې يې د ښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی وو. ده د وازېخوا امنيتي ځواکونو ته وويل چې وطن مور ده او ساتنه يې زموږ اوستاسې دنده ده. ښاغلي وحدت زياته کړه زه يوازې ستاسې لپاره او ستاسې د قدر دانۍ لپاره راغلی يم او هره غوښتنه چې ولرئ د خپل توان په اندازه يې د حل کېدو ډاډ درکوم.
د پکتيکا والي د وازېخوا امنيتي او دفاعي ځواکونو ته دا هم وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني ستاسې سرښندنې ستايي او له مايې بار بار غوښتني چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ستونزې ورسره شريکې کړم.
وحدت وويل چې د ښمن د زړه سوي وړ نه دی، زموږ دښمن دومره بې رحمه شوی چې آن زموږ په ماشومانو او مېندو يې هم زړه نه درديږي نو تاسې هم په دوی زړه مه سوځوئ.
د پکتيکا والي له امنيتي ځواکونو سره تر لېدنې کتنې وروسته د وازېخوا له روغتيايي کلنيک هم ليدنه وکړه او کلنيک ته د راغلیو ناروغانو ستونزې يې واورېدې، د ناروغانو او ډاکټرانو يوه ستونزه د درملو نه شتون وو چې اړونده موسسې په وخت درمل نه ورته ليږي او دوی له ستونزو سره مخ کوي.
ښاغلي الياس وحدت ډاډ ورکړ چې دوی به ژر تر ژره ياده ستونزه د عامې روغتيا رياست او اړونده قراردادي موسېسو ته ورسوي تر څو د دغه کلينک د درملو غم وخوري.
نوموړي تر دې وروسته د يادې ولسوالي له قومي مشرانو، ځوانانو د سره یو ځای د لیسې څخه لیدنه وکړه د او دوی ستونزې او مشکلات يې واورېدل، ډاډ يې ورکړ چې دولت د دوی ترڅنګ ولاړ دی او تر وسې وسې به د خپلو ولسونو ستونزو ته رسيده ګي وکړي.
دی دغه د وازېخوا ولسوالي په ښار کې هم وګرځېده له ښارانو او هټيوالو سره يې وليدل او دوی يې وهڅول چې خپل کارو بار جاري وساتي او د خپلو خلکو لپاره د ژوند د اړينو توکو اکمال په ښه شان وکړي.
په درناوي
پکتیکا ولایت رسنیز دفتر