ډانلډ ټرمپ

تاند، چهارشنبه، د دلوې ۳۰مه: امریکايي رسنۍ واشنګټن ایګزیماینر ویلي، د ټرمپ اداره له طالبانو سره د سولې توان نه لري بلکې په وینا یې په افغانستان کې به جګړه روانه وي.

په دغه ورځپاڼه کې د ډانیل پتریاس خپره شوې مقاله کې راغلي چې امریکایان په افغانستان کې له نه ختمیدونکې جګړې ستړي شوي او سرتېري یې هم غواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

ورځپاڼه وايي، له یو نیم کال وروسته امریکا له طالبانو سره ظاهراً یوې هوکړې ته رسېدلې خو په وینا یې چې دا هیڅکله یوه سوله نه ده، بلکې د تاوتریخوالي راکمول دي چې طالبان خپل انتحاري بریدونه راکم کړي.

د ورځپاڼې په حواله سخت کار د سولې تامین دی چې له یوې اوونۍ اوربند وروسته باید ترلاسه شي، خو دا به د سولې له هوکړې وروسته هم امکان ونه لري: (( کله چې ټرمپ وپوښتل شي چې ایا د ځواکونو ایستل به د افغاني مذاکراتو په نتیجې پورې مستلزم وي که نه؟ په دې اړه هیڅ امریکايي چارواکی څه نه وايي.))

ورځپاڼه همدا راز کاږي چې امریکا شاید د افغاني مذاکراتو له بریالي کیدو وروسته هم په یوه او بله بهانه افغانستان کې د پاتې کېدو هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، له طالبانو سره د سولې هوکړه ته نږدې شوي، خو وبه لیدل شي چې څه پېښېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *