تاند، سه شنبه، د قوس ۱۹مه: واشنګټن پوسټ داسې اسناد خپاره کړي دي چې ښيي امریکايي لوړ پوړو چارواکو په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان خلک په ډېرو هیله بخښونکو  خو ناسمو بیانونو غولولي او خطا کړي دي.

 د راپور له مخې امریکايي چارواکي پوهېدل چې بیانونه یې ناسم دی، په دې اړه یې اسناد پټ وساتل چې د افغانستان جګړه د ګټلو نه ده.

 واشنګټن پوسټ ادعا کړې چې دا اسناد یې له ۴۰۰ څخه د زیاتوو لوړ پوړو نظامیانو سره د مرکو پر بنسټ راټول  کړي دي او ټولو پوښتل شویو هغه دلایل ورته ویلي دي چې ولې او د کومې تېروتنې له کبله د افغانستان جګړه شل کاله اوږده شوه.

 امریکايي چارواکو ویلي، دوی فکر نه کاوه چې بیانونه به یې خواره شي، خو په وینا یې چې په افغانستان کې د دوی د جګړې ستراتیژيو نیمګړتیاوې لرلې او ویې نه شوای کولی چې د سلګونه ملیارده ډالرو په لګولو سره دا هېواد یو ولسواک او په باثباته  هېواد بدل کړي.

 چارواکو دا هم منلې چې د اداري فساد، پیاوړې اردو او د اپینو د قاچاق په مخنیوي کې هم امریکا  ناکامه وه.

 راپور وايي، ډبلیو بوش، بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ ژمنې کړې وې چې د افغانستا ن د ملت سازۍ په جنجال کې به کار نه لري خو بیا هم حتی د جګړې په لومړیو ورځو کې د امریکا لوړ پوړي چارواکي او ان پالیسي جوړوونکي د واشنګټن د اهدافو او ستراتیژیو په اړه د ګنګسیت ښکار وو.

 د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه د واشنګټن پوسټ د راپور په حواله څه نه دي ویلي، خو واشنګټن پوسشت وايي، د دغو اسنادو د خپرولو لپاره یې درې کاله مبارزه کړې ده.

 د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو جګړې لږ تر لږه ۱۵۰ زره کسان وژلي جې ۲۴۰۰ په کې امریکايي سرتېري دي.

واشنګټن همدا راز پر افغان جګړه تر اوسه نږدې یو تریلیون ډالر لګولي دي.

2 thoughts on “واشنګټن پوسټ: امریکایانو تر اوسه افغانان په ناسمو بیانونو خطا ایستي وو”
  1. په امریکا کې د واشنګټن پوسټ پر وروستي راپور سخت غبرګونونه پارېدلي دي. امریکايي سیاستوال د امریکا حکومت په دې تورنوي چې ګواکي اتلس کاله یې امریکایي وګړي تېر ایستلي دي. د امریکا د کانګریس یو شمېر غړو تازه ویلي چې د جګړې پخواني لوړپوړي قومندانان او امریکايي چارواکي دې سنا ته راوستل شي او د خپلو کړنو په اړه دې وضاحت ورکړي. د امریکا د کانګرس غړی رو کانا وايي د سنا مسوولیت دی چې په جګړه کې له ښکېلو پخوانیو چارواکو او جنرالانو وضاحت وغواړي. دده په خبره امریکا اتلس کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، میلیاردونه ډالره یې ولګول خو تر اوسه امریکايي ولس تېر ایستل شوی دی او حکومت دروغ ورته ویلي دي. واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې ویلي وو چې امریکايي ولسمشرانو خپل ولس تېر ایستلی دی او اتلس کاله یې بې ګټې، بې هدفه او نامعلومه جګړه مخ ته وړې ده.

    د افغانستان اتلس کلنه جګړه باید ژر تر ژره ختمه کړل شي. د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان جنرال جوزف ووټل له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي، ددې وخت دی چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. نوموړي ویلي په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ جګړه خورا اوږده شوه نو ددې وخت را رسېدلی دی چې د سولې د خبرو ملاتړ وشي او له سیاسي لارو دغه جګړه ختمه کړل شي. دده په خبره خلیلزاد همدا اوس له طالبانو سره په خبرو لګیا دی او باید دغه خبرې تقویه کړل شي. دده په خبره په اتلس کلنه جګړه کې ۱۴۷ زره افغانان وژل شوي نو له همدې امله د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په کار ده چې د امریکا اوږدې او دایمي جګړې د تل لپاره ختمې کړي.

    د امریکا لوړپوړو نظامي چارواکو ددغه هېواد کانګرس ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه معلومات ورکړي دي. د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، سره له دې چې له طالبانو سره خبرې روانې دي خو بیا هم دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته اړتیا لري. دده په خبره امریکا باید د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي. د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي هم ویلي چې دوی له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو یا کمولو پر ټولو لارو چارو غور کړی دی. دده په خبره د ځینو سرتېرو پرېښودل هم یو انتخاب دی او ښایي ځینې سرتېري د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره پاتې شي. دواړو امریکایي چارواکو ویلي چې دوی نور غواړي افغان جګړه ختمه کړي او په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو حضور کم کړل شي.

    د وانشنګټن ورځپانې موندنې ښيي چې د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې څه باندې ۱۵۰ زره تنه وژل شوي دي.

    د امریکا د براون پوهنتون د څېړنو له مخې چې د واشنګټن پوست لخوا خپره شوې د دې ښودنه کوي چې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې مرګ ژوبله څه باندې ۱۵۷ زره تنه ده.

    د دغې څېړنې له مخې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې ۴۳،۰۷۴ ملکي کسان، ۶۴،۱۲۴ افغان پوځیان، ۴۲،۱۰۰ مخالف وسله وال، ۳،۸۱۴ امریکايي قراردادیان، ۲،۳۰۰ امریکايي پوځیان او ۱،۱۴۵ په افغانستان کې د ناټو او ایتلافي ځواکونو پوځیان وژل شوي دي.

    د ولسي جرګې غړی فدا محمد الفت صالح په دې اړه وايي:«د پایلې په پرتله هیلې او همدارنګه په افغانستان کې د لګښت په پرتله هېڅکله د افغانسان خلک او زه ډاډه نه یو چې د امریکا خلک هم له دې راضي نه دي.»

    دغې ورځپاڼې همداراز د امریکا د حکومت محرم سندونه خپاره کړي د دې ښودنه کوي چې لوړپوړي امریکايي چارواکو په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې په اړه خلک له حده زیاتو هیله منوونکو څرګندونو سره غولولي دي.

    دغه سندونه له ۴۰۰ لوړپوړو پوځیانو او نورو امریکايي چارواکو سره د خبرو په هکله دي.

    پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل څرګندوي:«په حقیقت کې دا د هغه هېواد د ماتې لامل کېږي د دې لپاره چې متفکره مغز قومندان نه دی چې دلته ناست دی بلکې متفکر مغز په خپله دفاع وزارت کې دی چې وضعیت تجزیه او پرې شننه کوي او پرې پلان جوړوي.»

    له بلخوا نیویارک ټایمز لیکلي چې د افغانستان د جګړې لګښت څه د پاسه دوه تریلیون ډالره دی.

    په افغانستان کې د امریکا د جګړې د لګښت له دوه تریلیون ډالرو څخه یو اعشاریه پنځه تریلیونه په جګړه، ۸۷ مېلیارده د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د روزنې، ۲۴ مېلیارد ډالر د اقتصادي پراختیا، لس مېلیارد ډالر له نشه يي توکو سره د مبارزې او ۵۰۰ مېلیارد ډالر د افغانستان د پورونو په اړه دي.

    د پروان پخوانی والي محمد عاصم عاصم وویل:«په ځينو پلانونو او پر دقیقو پروګرامونو او هغه تګلارې چې پر واقعیتونو استوارې وې دا لګښتونه شوي وای موږ کولای شوای په ځلونو ښې پایلې ترلاسه کړې وای او د دغو لګښتونو کچه هم ښايي په ځلونو کمه وای.»

    له بلخوا د براون پوهنتون څېړنې ښيي چې د افغانستان په جګړه کې ۴۲۴ د بشري حقونو فعالین او مرسته رسوونکي او ۶۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي هم وژل شوي دي.

  2. د واشنګټن پوست یو راپور چې تیره اونۍ خپور شو د پخواني افغان ولسمشر هغه څرګندوني تایدوي چې امریکا افغانستان کې د فساد خپرولو کې لاس درلود.

    د واشنګټن پوست یوې وتلي خبریالي پامیلا کانسټبل،‌ په یوه مقاله کې ویلي چې،د افغانستان په تړاو د واشنګټن پوست د اسنادو خپرېدل د حامد کرزي هغه پخوانۍ څرګندوني تایید کړې چي وايي امریکا په افغانستان کي اداري فساد خوروي.

    کرزي ویلي وو چې، امریکايي ادارې په افغانستان کې فساد کي غرقي وې، او امریکايي نظامیانو پر ملکي تلفاتو باندي سترګې پټولې. حامد کرزي امریکايي چارواکو ته ویل،«که چیرې تاسي د تروریزم پر خلاف مبارزه کوی، زه به مو مخ و نه نیسم.

    خو لطفا افغانان پر کراره پرېږدئ.»‌ حامد کرزی وايي ما د ملکي تلفاتو د ختمولو لپاره زیات کوښښ وکړ، خو امریکايی چارواکو پر له پسې ناغیړي کوله. پامیلا لیکي د واشنګټن پوسټ افشاګري د امریکا د زیاتو پيسو په اړه د حامد کرزي اندېښنې تاییدوي.

    ځکه ځیني امریکايي چارواکي د حامد کرزي په شان د امریکا د بې حسابه مرستو څخه سر ټکوي. دا رپوټ وايي،«د دې پر ځای چي ثبات او سوله راولي، متحده ایالاتو – البته په غیر عمدي توګه — یو داسې فاسد، بې کفایته، او غیر منظم افغان حکومت جوړ کړ چې،د خپل نجات او بقا لپاره د امریکا پر نظامي طاقت باندي تړاو لري.» پامیلا د کرزي له خولې وایي چې،«امریکایانو داسي مکتوبونه، کلینکونه او سړکان جوړول چي باد چپه کول او وړل.» حامد کرزي ویلي وو چې، امریکايي چارواکو زما پر ضد په میډیا کي «جنګ» روان کړی وو، ځکه ما امنیتي تړون نه امضا کاوه.

    هغه علاوه کوي،«زه دې نتیجې ته ورسېدم چي زما څخه د یوې آلې په توګه کار اخیستل کېږي.» پامیلا په آخر کې لیکلي چې دغه ټولو واقیعتونو ته په کتو ثابته شوه چې،افغانستان کې د امریکایانو پر وړاندې د کرزي دریځ په حقه وو او امریکایانو د افغانستان لپاره هغه څه ونه کړل چې افغان ولس او ملت یې هیله لرله.

    د واشنګټن پوست د دغه راپور په خبرید د امریکې دولت پخواني هغه ماورین چې افغانستان کې یې کار کړی تر پوښتني لاندي راغلي او په قوي ګمان به د امریکې دننه په دې اړه څيړني پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *