تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، ښايي امریکا څو زره سمندري او هوايي ځواکونه له څو بي ۵۲ الوتکو سره افغانستان ته ولېږي.
دا ځواکونه او الوتکې افغانستان ته د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر اساس لېږل کېږي.
ځینو امریکايي چارواکو ویلي چې ټاکل شوې ده افغانستان ته ایف ۶، ایف ۱۶، اې تندربولټ او بي ۵۲ ستراتیژیکې الوتکې واستول شي.
د دوی په وینا د امریکا د سمندري او توپچي ځواک سل کسیزې ډلې به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شي.
واشنګټن پوسټ همداراز لیکلي، د امریکا د هوايي ځواک د ۸۲ قول اردو د لومړۍ لوا یو شمېر پوځیان به په افغانستان کې ځای پرځای شي او تمه کېږي چې د دې لوا ۱۵۰۰ تازه دمه پوځیان هم افغانستان ته واستول شي.