تاند، سه شنبه، د دلوې لومړۍ: واشنګټن پوسټ ادعا کړې چې افغانستان کېدای شي د امریکا او ایران تر منځ د نوې نیابتي جګړې ډګر وګرځي.
دغه ورځپاڼه وايي، د امریکا او ایران تر منځ بل کوچنی ټکر هم کولی شي چې د ټرمپ د ادارې او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه له منځه یوسي، ځکه ایران به هڅه وکړي چې خپل نیابتیان طالبان لا زیات تمویل او تجهیز کړي.
که څه هم طالبانو بیا بیا ویلي چې د ایران او امریکا جنجال افغان سوله نه شي زیانمنولی خو واشنګټن پوسټ بیا د امریکا د استخباراتي ادارو له قوله خبر ورکړی چې ایران همدا اوس په افغانستان کې د امریکا پر ضد هڅې ګړندۍ کړې دي او په دې اړه هم مؤثق اسناد شته چې تهران تر اوسه کومو کومو ځایونو کې له طالبانو سره د بریدونو په پلانولو کې مرسته کړې ده.
واشنګټن پوسټ همدا راز ویلي، دا مهال ګڼ طالب مشران د ایران په مشهد کې میشته دي او له کویټې شورا سره په اختلاف خپل عملیات طراحي کوي.
ورځپاڼه وايي، ایران د افغانستان لپاره خپل استخباراتي جنرال ځکه د قاسم سلیماني ځای ناستی ټاکلی دی چې له امریکا سره پرې ښه مقابله وکړای شي او له طالبانو سره د امریکا روان مذاکرات پرې ناکام کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې امریکا په عراق کې د ایران سپاه قدس قومندان قاسم سلیماني وواژه او په مقابل کې یې ایران هم په څو امریکايي نظامي اډو توغندیز بریدونه وکړل چې تر اوسه په کې د ۱۱ امریکايي سرتېرو د ژوبلېدو خبره تایید شوې ده.
دغې ټکر ته په اشاره افغان شنونکي هم په دې باور دي چې ایران به افغانستان کې د خپلو سیاسي، وسله والو ډلو په توسط جګړه لا زیاته کړي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه هیڅ کله داسی ندی لیکلی چی پاکستان په دی ۴۰ کالو کی د امریکا په مالی او نظامی مرسته په افغانستان کی او ښکته پښتونخوا کی د جنګی ډلو نظامی او مالی او تربیوی ملاتړ کړی چی آن مخکنیو او اوسنیو ریس جمهورانو د افغانستان نړیوالو ته مستند شکایت کړی مګر تر ننه پوری امریکا په پاکستان باندی فشار ندی راوړی بلکه لا یی هم مالی او نظامی مرسته ورسره پیاوړی کړی یعنی پدی هم پوهیږی چی تسلیم شویو داعشیانو کی زیاتره پنجابیان وجود درلود ولی دوی په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار یا بندیز لکه د ایران سپاه پاسدارنو په شان نه لګوی
لدی ښکاری چی امریکا په اصل کی دلته پاکستان په مرسته غواړی چی افغان ولس ووژنی مګر پدی ښه پوهیږی چی طالبانو اصلی ملاتړی پاکستان او په ځانګړی ډول د پاکستان پوځ او استخبارات دی چی تیره ورځ فضل الرحمن په څرګندو ټکو بیان کړ
چی دا خبری عمران خان په واشګټن کی هم کړی وی چی پاکستان پوځ د مجاهدینو نظامی او مالی ملاتړ کاوو نو چی روسانو وخت کی یی مجاهدینو کاوو او اوس په کوټه کی د طالبانو مشران دداعش په حمله کی وژل کیږی لدی معلومیږی چی اوس د امریکا او اوسنی افغان دولت پر ضد ورته ستراتیژی او پالیسی مخی ته بیایی
مګر افسوس په هغه هیوادونو چی بشر دوستی خبری کوی مګر په اصل کی بشر دښمنان دی ځکه خو د جنګی جرایمو نړیوالو محکمی په وړاندی خنډونه جوړوی او نه پریږدی چی نړیواله محاکمه دلته د امریکا، برتانیه او پاکستان د کړو ظلمونو او وژنو او ترور او همدارنګه د ښکته پښتنو په بی محاکمی وژنو باندی ناپیلی راپور جوړ کړی چی نړی پوه شی چی افغانان ترهګر ندی بلکه د ترهګری له لاسه یی صدمه لیدلی ده
نړیواله ټولنه او بشر حقوقو نړیوال کمیسیون یا شورا باید د افغانانو او ښکته پښتنخوا ولس وژلو په اړه نشرات نه بلکه له خپل صلاحیت څخه کار واخلی اوپدی جرم کی شریک هیوادونو سره حساب کتاب وکړی کچیری دا کار نشی کولی نو خپلی اداری یا سازمانو دی بند کړی چی خلک په تمه نشی چی نړیواله ټولنه شته