تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغان او امریکايي چارواکو په قول وايي چې روسیې په افغانستان کې د امریکا د قدرت د ننګولو (چلینج کولو) عملي ګامونه اخیستي دي، د امریکا د راتلونکې پالیسۍ د ناڅرګندوالي له کبله یې له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي او د افغانستان حکومت یې کمزوره کړی دی.
واشنګټن پوسټ وايي، روسیې دا هلې ځلې په داسي حال کې کړي چې د سوریې پر سر له امریکا سره د روسیې او سوریې په اړیکو کې ترینګلتیا زیاته شوې او چارواکي وېره لري چې دا ترینګلتیا ممکن د سولې لپاره د افغانستان چانس زیانمن کړي.
ایران او روسیه له افغانستانه د امریکا د وتلو غوښتنه کوي.
ورځپاڼه وايي، اوس چې طالبان د سیمو د لاندې کولو هڅې کوي او سپینه ماڼۍ ظاهراً د افغانستان لپاره تګلاره یا څرګنده پالیسي نه لري، ایران او روسیې د یاغیانو ملاتړ زیات کړی او د افغانستان په جګړه کې یې امریکا څنګزنه کړې ده.
د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، روسیه به د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه له ایراني، چینايي او پاکستاني دیپلوماتانو سره په کریمیلن کې غونډه ولري، خو تراوسه پوري تایید شوې نه ده چې د مسکو تازه متحدان (طالبان) به د مسکو په غونډه کې وي او که نه وي.
په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په فبرورۍ کې د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې روسیې په ښکاره د طالبانو د مشروعیت لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.
ده همداراز وویل چې روسیه او ایران په خپل منځ کې په دې باب تماسونه نیسي چې د طالب یاغیانو ملاتړ وکړي.
ده دا هم وویل چې روسیه په وروستي یو کال کې د افغانستان په مسله کې زیاته لېواله شوې او له طالبانو سره یې اړیکې تودې شوي دي.
نیکلسن زیاته کړه«موږ پوهېږو چې د دوی ترمنخ خبرې روانې دي. موږ پوهېږو چې په افغانستان کې د روسیې او ایران ترمنځ اتحاد شته، ایران، چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، په مستقیم ډول د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د طالبانو ملاتړ کوي.»
ایران او روسیې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د طالبانو د ژیم خلاف د شمال ټلوالې ننګه کوله او په دې توګه یې په افغانستان کې د یوه قوي مرکزي حکومت مخالفت کاوه. اوس هم هماغه کار په بله بڼه یعني د طالبانو په ملاتړ کوي.