تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خبر ورکړی چې ټرمپ به له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو سره د امریکا د بریا چانس به شرموونکې ماتې بدل کړي.
ورځپاڼه وايي، ټرمپ له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو په تړاو د بارک اوباما له تېروتنې سبق نه دی اخیستی او نږدې ده چې په افغان جګړه کې د امریکا بریا په شرموونکې ماتې تمامه کړي.
ورځپاڼه وايي، ټرمپ د افغانستان وضعیت نه دی سنجولی او ځواکونه ترې باسي، په داسې حال کې چې افغانستان په دې کار سره بیا د جګړې په ډګر بدلېدونکی دی.
ورځپاڼه وايي، همدا اوس په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده خو ټرمپ بیا هم له دغه هېواد څخه د ځواکونو د ایستلو په لټه کې دی: (( ټرمپ د اوباما ناکامه تجربه تکراروي حال دا چې په افغانستان کې د بشپړې سولې ډاډ نه لیدل کېږي.))
ورځپاڼه وايي، امریکا باید لومړی په افغانستان کې دسولې په تړاو ځان ډاډمن کړي بیا په منطقي او معقول ډول پریکړه وکړي، خو که داسې ونه شي نو امریکا به له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ په دې وروستیو کې له خپلو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیدنه کې د افغانستان د جګړې د حل پر لارو چارو غږېدلی او له هغې وروسته یې په نیو جرسي کې خبریالانو ته وویل، له افغانستان څخه ۱۴ زره ځواکونه باسي مګر پراخه استخباراتي قوه به هلته پاتې شي.