تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو افغانانو په اړه راپور خپور کړی چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې سره یوځای شوي دي. تر دې مخکې په منځني ختیځ کې له داعش سره د افغانانو د یوځای کېدو په اړه کوم راپور نه و خپور شوی.
راپور د ولي محمد دروازي په کیسه پیلېږي چې زوی یې په دې جګړه کې وژل شوی دی.
د راپور له مخې، په داسي حال کې چې د ولي محمد دروازي له سترګو اوښکې بهېدې، ویل یې چې دوې میاشتې پخوا یې ۲۳ کلن زوی له کابل پوهنتونه له خپلو څو پخوانیو ټولګیوالو سره بې درکه شو.
دی وايي چې د ده د زوی (رفیع) یوه ټولګیوال په ټېلفون ورته وویل چې رفیع په سوریه کې «شهید» شو.
هغه وویل چې رفیع او نور افغانان د مې په میاشت کې د عراق خاورې ته نژدې د سوریې په بیجي ښار کې د امریکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په هوايي حمله کې ووژل شو.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې افغانستان په خپله له ډېرو کلونو راهیسي د نورو هیوادونو د «جهادیانو» مرکز دی خو رفیع د جګړې لپاره له افغانستانه سوریې ته لاړ.
رفیع او ملګري یې ښايي لومړني افغانان وي چې د داعش په پلوي یې په سوریه کې د وژل کېدو خبر تاییدېږي. تر دې مخکې د داعش پر ضد په سوریې او عراق کې د افغانانو د وژل کېدو او جنګېدو راپورونه خپاره شوي وو او دا هم ویل شوي وو چې دا افغانان ایران د داعش او د سوریې د رژیم د مخالفانو پر ضد لېږلي دي.
د داعش د ملاتړ لپاره له اروپايي هیوادونو هم په زرګونو تنه عراق او سوریې ته تللي دي.
په وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د زیاتېدونکي نفوذ په اړه د افغانستان د حکومت، لوېدیځوالو او طالبانو اندېښنې زیاتې شوي دي.
د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د داعش د پلویانو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي او ویل کېږي چې په ختیځو ولایتونو کې یې یو شمېر سیمې له طالبانو نیولي دي.
د رفیع پلار ښاغلی دروازي وايي:«افغانستان داسي هیواد دی چې نه ور لري او نه اورسئ. هر څوک ورته راځي او ځي او هرڅوک یې د خپلو ګټو لپاره لوبوي.»
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې راپور تر خپرېدو مخکې په کابل کې د ځینو ځوانانو د بې درکه کېدو او له داعش سره د هغو د یوځای کېدو په اړه اوازې خپرې شوې وې.