په قطر کې مېشت طالب استازو ویلي، چمتو دي چې د سولې پروسې، د اوربند، د افغان ځواکونو د روزنې لپاره په هېواد کې د بهرنیانو د شتون او ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي.

هغوی ویلي، سره له دې چې د دوحې له دفتره د دوی د بیرغ او لوحې لرې کولو د یوشمېر طالب چارواکو غوسه را پارولي، خو بیا هم دوی د سولې پروسې ته چمتو دي.

د دې دفتر یوه ویاند سهیل شاهین اسوشتېد پرېس ته ویلي، چې امریکایانو ورته د مذاکراتو د پیلېدو خبر نه دی ورکړی. دوی دا خبرې وروسته له هغې کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ګواښ وکړ، که طالبان د سولې خبرو ته چمتو نه وي، دوی به دا دفتر وتړي.

ځینې راپورونه وايي، کله چې له دې دفتره د طالبانو بیرغ او د اسلامي امارت لوحه را ښکته شول، طالبان په احتجاجي ډول له دې دفتره ووتل او قطر ته د جان کېري د سفر پر مهال یوازې په دې دفتر کې یو ساتونکی و، چې همدې وضعیت ته په کتو سره جان کېري د دفتر د تړلو ګواښ وکړ.

جان کېري دا هم ویلي ول، پرېکړه د طالبانو په لاس کې ده خبرې کوي، که دفتر تړي، دوى د طالبانو ځواب ته په تمه دي.

طالب ویاند دا هم ویلي، چې له تېرو دولسو کلونو راهیسې په لومړي ځل د قطر په مركز دوحه کې د طالبانو د دفتر پرانستل یو ښه فرصت دی او نه باید له لاسه ورکړل شي، ځکه هغه کسان چې واقعي سوله غواړي باید له دې دفتره ملاتړ وکړي.

ده دا هم ویلي، چې د سولې پروسه یوه اوږدمهاله پروسه ده او نه باید هر څه په لومړۍ ورځ حل شي. د لومړي ځل لپاره طالبانو د اوربند، د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د بهرنیو روزنکو د پاتې کېدو په اړه خبرو اترو ته زرغون څراغ ښکاره کړ.

شاهین د اوربند په هكله ویلي، په کار ده چې د څرنګوالي په اړه یې مذاکرات وشي. په تېره دولس کلنه جګړه کې دا لومړی ځل دی، چې طالبان د اور بند خبره کوي.

د طالبانو دغه وروستۍ څرګندونې هغه څه دي، چې د ټول ولس لا څه چې ان د نړیوالو غوښتنه هم ده. د قطر د دفتر له پیل وړاندې دا تصور ډېر و، که چېرې دا دفتر پرانستل شي؛ نو کېدای شي د سولې د خبرو اترو عملي پړاو ورسره پیل او ژر اوربند ته لاره هواره شي. خو د دفتر د پرانستې او له هغې وروسته راپورته شوو ناندریو دا هیله یو څه کمه کړه.
اوس چې طالبانو یو ځل بیا په صراحت سره د اوربند او نورو مهمو مسایلو په اړه خوشبيني ښکاره كړې، نو دا هیلې ورسره زیاتې شوې.

خو دا ځل په دې خبرو باور به یو څه ستونزمن ځکه وي، چې افغانانو پر هر څه باور کولو اوس پوره بې باوره کړي دي.

د طالبانو دې او له دې وړاندې څرګندونو څو ټکي را برسېره کړل. لومړی دا چې طالبانو د دفتر له پرانستې وړاندې او بیا له پرانستې وروسته کله هم دا ونه ویل، چې دوی په دغو مسایلو خبرو ته چمتو دي.

طالبانو یوازې په هغه اعلامیه کې چې د دفتر پرانستې پر مهال يې خپره کړه ویلي ول، چې د سولې خبرې به له امریکا سره پر مخ وړي او له دې دفتره به د نړۍ له نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانو سره اړیكي نیسي.

خو اوس دغه خبرې وروسته له هغې وشوې، چې جان کېري د دفتر د تړلو ګواښ وکړ. له دې ښکاري، چې په دې اړه امريكا پر طالبانو د فشار لپاره له خپل سيمه ييز نفوذ څخه كار اخستى وي.

که څه هم په وار وار افغان حکومت، سیاسي ګوندونو او متخصصینو دا ویل، چې امریکا باید پاکستان او طالبان تر فشار لاندې ونیسي او خبرو ته یې کېنوي. ولسمشر کرزي هم له دې درکه شکمن او بې باوره و، چې امریکا کولای شي طالبان سولې ته را کاږي خو دا کار نه کوي.
د ولسمشر دا باور هغه مهال لا زیات شو، چې ويل كيږي ولسمشر اوباما ورسره په لیکلې بڼه یوه ژمنه کړې وه او کله چې دفتر پرانستل شو، بیا بله ژمنه وه.

اوباما کرزي ته په خپل لیک کې د نورو خبرو تر څنګ ژمنه ورکړې، چې دا دفتر به یوازې د سولې خبرو اترو لپاره وي، چې طالبان به له افغان حکومت سره په کې خبرې کوي، دا دفتر به د طالبانو د خبرو اترو دفتر وي، نه د طالبانو د اسلامي امارت سیاسي دفتر، دا راز د طالبانو سپین بیرغ به هم پرې نه راځړېږي، خو کله چې دفتر پرانستل شو، طالبانو دا ټولې خبرې تر سره کړې. د دفتر نوم د اسلامي امارت سياسي دفتر و، سپین بیرغ پرې پورته شو او د خبرو لوری هم امریکا اعلان شوه.

ولسمشر کرزي له دې وړاندې د قطر له دفتر سره سخت مخالف و، خو د ولسمشر اوباما همدې لیک هغه راضي کړ، چې له دې دفتر سره موافقه وکړي.

بله د پام وړ خبره دا وه، چې طالبانو د امریکا له ګواښ وروسته دغه ډول خبرې وکړې؛ خو که یې دا خبرې یوازې د امریکا د ګواښ له امله وي پایله یې منفي ده. ځکه تحمیلي او تر فشار لاندې سوله نه کېږي.

تر هغې چې طالبان په واقعي مانا سولې ته چمتو شوي نه وي او د خبرو اصلي لوری افغان حکومت ونه مني د سولې د راتلو هیله بېځایه ده.
د سولې عالي شورا چارواکو له همدې امله ویلي، که طالبان دوی د خبرو لوری ونه مني، نو افغان حکومت به قطر ته خپل هيات وانه ستوي او کله چې قطر ته هيات لاړ نشي، د سولې خبرې پایله نه ورکوي او خبرې به له چا سره وشي.

اوس که طالبان رښتیا هم اوربند، سولې او د ښځو د حقونو په اړه خبرو ته تیار او ورته ژمن وي؛ نو په کار ده چې په عمل کې یې ثابته کړي. عمل کې هغه مهال ثابتېږي، چې خبرې له افغان حکومت سره پیل کړي، درسته ده چې دا خبرې نړیوال تضمین ته هم اړتیا لري او امریکا، قطر او نړیواله مسوولیت لري چې دا خبرې وڅاري او د پرېکړو د عملي کېدو تضمین یې وکړي.

که طالبان لومړی له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي لکه څنګه یې چې ویلي، چې د اوربند لپاره لومړی خبرو ته اړتیا ده، نو د خلکو هیلې به پياوړې کړي او لرې نه ده چې له افغان حکومت سره د خبرو له لارې واقعي سولې او اوربند ته ورسېږي. ځکه طالبان باید په دې هم باید پوه شي چې امریکا یوازې خپلې ګټې خوندي کول غواړي او دایمي دوست او دښمن ورته مهم نه دی. د دې ادعا ښه ثبوت د یوه طالب چارواکي او ولسمشر کرزي څرګندونې دي، چې د دفتر له پرانستې وړاندې یې ورسره کړې وې خو عملي نشوې.

امریکا هم باید په افغانستان کې د دایمي سولې راوستو په هڅو کې وي او له ټولو ښکېلو خواوو نه چې هره یوه یې د سولې له واقعي خبرو ځان باسي باید پرې فشار راوړي او خبرو ته یې اړ باسي. په دغه صورت کې چې خبرې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د افغانانو په رهبرۍ او د نړیوالو په حضور کې د هغوی له مداخلو پرته وي، په کور دننه به هم له پراخ ولسي ملاتړه برخمن او پایلې به یې هم ښې او تلپاتې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *