امریکايي ورځپاڼې والسټریټ ژورنال خبر ورکړی چې ۲۰۱۷ کال مالېزیا کې د کیم جونګ اون وژل شوی ناسکه ورور د سي آی ای جاسوس و.
والسټریټ ژورنال له موضوع نه د باخبره سرچینې په حواله لیکلي چې د شمالي کوریا د رهبر ناسکه ورور کېم جونګ نیم له امریکايي استخباراتو سره اړیکې لرلې او ۲۰۱۷ کال کې د امریکا له ایجنټانو سره خبرو لپاره مالیزیا ته تللی و، خو په دې اړه ډېر شواهد لا هم پټ دي.
ورځپاڼې ته په دې اړه سي آی ای له څه ویلو انکار کړی، خو راپور کاږي چې ګڼو امریکايي چارواکو به ویل، د شمالي کوریا د رهبر ناسکه ورور چې تل له هیواده بهر اوسېدلی، شمالي کوریا کې قوي ریښې نه لري او د کیم جونګ اون دقیقه جاسوسي نه شي کولی.
دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن پوسټ خبریالې انافي فیلډ هم خپل نوي کتاب دي ګریټ سکسیسرز کې لیکلي، کېم جونګ نیم مالیزیا او سینګاپور کې د سي آی ای له ایجنټانو سره لیدنې کولې.
کتاب کې راغلي، کېم جونګ نېم یو وار مالېزیا کې د حفاظتي کامرو هغه وخت ښکار شو چې نوموړي په لیفټ کې د سي آی ای له یو شکمن کس سره لیدل او بیګ کې یې د جاسوسۍ له کارونو لاسته راغلي ۱۲۰ زره امریکايي ډالر هم ورسره وو.
کیم جونګ نېم د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کې د کوالالمپور هوايي ډګر کې ووژل شو چې جنوبي کوریا او امریکا یې پړه پر شمالي کوریا واچوله.