تاند، شنبه، د جدي ۷مه: وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی دی چې طالب مشرانو په خپلو منځو کې سره د یوې اوونۍ په اوربند سلا کړې ده.
والسټریټ د یو طالب چارواکي له قوله وايي، طالبانو له چهار شنبې ورځې راهیسې د بلوچستان په کوټه ښار کې له امریکایانو سره د اوربند په تړاو خپلمني ناسته کړې ده چې ټول مشران په کې د یوې اوونۍ په اوربند سلا شوي دي.
راپور وايي، دا اوربند به د نوي کال له پیل سره د طالبانو او امریکا تر منځ دسولې هوکړې لاسلیک ته زمینه برابره کړي.
راپور همدا راز وايي، له اوربند سره سم به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر هم مشخص شي او د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره به تر تړون وروسته بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د ډسمبر له ۱۳مې راهیسې د نوي کال د رخصتیو لپاره مذاکرات په ټپه درېدلي دي چې زلمي خلیلزاد ورته لنډمهاله وقفه ویلي دي.
داسی ویل کیږی چی طالب پلاوی د خپلو مشران سره د اوربند او بین الافغانی مذاکراتو د مشوری لپاره د پاکستان پیښور او
اسلام آباد او بلوچستان ته سفرونه کړی وو
مګر تل افغانان او په ځانګړی ډول ولسمشر غنی وایی چی پاکستان دولت، پوځ او استخبارات یی باید د طالبانو سره د خپلو اړیکو په اړه نړیوالو او افغان دولت تعریف وړاندی کړی
کچیری طالب چارواکی وایی چی زموږ مشران په پاکستان کی نشته نو دوی پاکستان ته د څه لپاره سفر کړی او له چا یی مشوره غوښتله؟
کچیری د دوی مشران په پاکستان کی دی نو پاکستان دولت ولی د طالبان په شتون باندی د نړی او افغان دولت په سترګو کی شګی او خاوری شیندی؟
اوس یی وخت ده چی د اشرف غنی پوښتنو ته د پاکستان پوځ او استخبارات او عمران خان او همدارنګه نړیوالو ته د خپلو اړیکو په اړه د خپل سیاسی مکانیزم تشریحات وړاندی کړی چی د کوم نړیواله مکانیزم او اصولو په اساس د جنګی ډلی سره خپلی اړیکی پالی او تل بیا پنجاب پوځ او استخبارات د نړیوالو په سترګو کی خاوری او خځلی شیندی؟
کچیری دوی (پاکستان پوځ او استخبارات) د طالبانوسره نږدی اړیکی لری نو ولی امریکا او برتانیه د ایران د سپاه پاسدارانو په شان بندیز نه لګوی؟