تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: امریکايي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې افشا کړه چې زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته په خپل وروستي سفر کې له طالبانو سره د انس حقاني، امریکايي استادانو او نورو بندیانو د تبادلې تر څنګ د سولې د مذاکراتو په بیا پیل هم خبرې کړې دي.

 ورځپاڼه وايي، زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د ۷۴مې عمومي غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم په دې اړه خبرې کړې دي چې څنګه د سولې خبرې بیا پيل شي؟ خو له ملا برادر سره یې په اسلام اباد کې مخامخ دا خبره یاده کړې ده.

 ورځپاڼه وايي، خلیلزاد او طالب مشر ملا برادر په دې لیدنه کې د اعتماد د بیا جوړونې، د تاوتریخوالي د راکمولو او زندانیانو د تبادلې په تړاو مهم بحثونه کړي دي.

 ورځپاڼه وايي، تېره اوونۍ د ټرمپ دا څرګندونې چې په افغانستان کې یې حضور د امریکایانو لویه اشتباه ده، د دې ټکي څرګندويي کوي چې دواړه لوري بیا مذاکراتو ته روان دي.

ورځپاڼه د امریکايي سرچینو له قوله لیکي چې طالبانو خلیلزاد ته وړاندیز کړی چې د افغان حکومت له زندانه دې انس حقاني ورخوشې کړي، دوی به د امریکايي پوهنتون دوه استادان ورخلاص کړي.

دا هغه ټکی دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پټ ساتلی او نه یې وه څرګنده کړې چې خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل لپاره کتلي دي.

 په همدې حال کې نن ولسمشر ټرمپ یو وار بیا ویلي چې نور باید بې پایه جګړې ختمې شي او دوی له افغانستانه وتل غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *