لکه مچ چې لاسونه سره سرویي دواړه رغوي یې پر یو پر بل موښل. شمې یې راواخیستې. یوې ته یې لایټر ونیو. بله شمه یې بله کړه د دوهمې شمې سر یې دریمې یوې ته ورنژدې کړ چې هغه روښانه شوه، بله او بله شمه یې بله کړه.

 بټه ګوته یې لږ وسوه، ویې زبښله. کړکۍ یې پرانیسته، تروږمۍ وه، د شنې پردې شاته ودرید، ګوته یې باد ته ونیوله. موبایل یې ولګاوه. په فیسبوک کې یو کس د کلیزې مبارکي ورکړې وه. د دې سړي پاڼې ته ورغی، نا اشنا و.

یوه ټوټه کیک یې خولې ته کړ. د خولې خوند یې بد شو، ویې ژووه، بیا یې وژووه. د کیک ډبی یې راپورته کړ، همهغه کیک و چې تیرکال یې اخیستی و، ډبی یې لاهمهغسې و، د غنمو وږی پرې انځور و. د کیک له بل کونجه یې یوه ټوټه وربیله کړه، ولټیده. د کتابونو له المارۍ سره پر دیوال راځوړند تصویر ته ودرید، اوښ پر یوه هواره مځکه څریده. د کیک ټوټه یې تو کړه.

شمو ته یې ورپو کړل، لاړې یې باد شوې، ساه یې راغونډه کړه بیا یې ورپو کړل. یو، دوه، درې شمې مړې شوې. د شمو له تارونو لیکه لوګي پاڅيدل.

د میز د سر دوې نورې شمې یې هم مړې کړې.  له وره سره چې غبرګې شمې لګیدې د هغوی له ګول کولو سره په کوټه کې تپه تیاره شوه. د مومو بوی خپور شو.

په تیاره کې یې سترګې رڼې نیولې وې خو څه یې نه لیدل.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *